fbpx

سراج الحق: امریکا باید د طالبانو وړاندیز ومني

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په پاکستان د جماعت اسلامي مشر او سناتور سراج الحق ویلي چې امریکا باید د طالبانو وړاندیز ومني او د افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

د پاکستانۍ ویب پاڼې «اردو پواینټ» د راپور سره سم نوموړي د طالبانو غوښتنه قانوني او شرعي وبلله او د امریکا ولس ته یې د طالبانو وروستی لیک معقول او پر ځای وباله.

نوموړي وویل چې طالبانو پر ځای اقدام وکړ چې غواړي امریکايي ځواکونه له هیواده د خبرو او مذاکراتو له لاري د افغانستان څخه ایستلو ته اماده کړي، امریکا یې باید غوښتنه ومني او ورسره کښيني.

سراج الحق وویل چې د جګړو وروستی حل حتما په خبرو را وزي، امریکا په تیرو ۱۷ کلونو کې ونه توانېده چې خپل اهداف تر لاسه کړي، بلکې پر افغانستان یې برید له سره تاواني او بېځایه پرېکړه وه.

نوموړي دغه خبرې تېره ورځ په مانسهره کې یوې غونډې ته وکړې.

سراج الحق پر افغانستان د امریکا یرغل د یوه مسلمان هیواد پر ازادۍ یرغل وباله او د افغانانو مقاومت یې د هغوی مشروع حق وباله چې باید وستایل شي.

نوموړي وویل چې په دغه جګړه کې تر اوسه په سلګونو زره افغانان وژل شوي دي خو هغوی خپله ماتې لا نه ده منلې ، که امریکا سل کاله نور هم جګړې ته دوام ورکړي، افغانان به هیڅ کله ماتې ونه مني.

نوموړي پر امریکا تونده نیوکه وکړه چې غواړي پاکستان د تروریزم د ملاتړي هیواد په توګه په څار لیسټ کې واچوي او وې ویل چې هندوستان د تیرو اویا کلونو راهیسي په کشمیر کې د مسلمانانو پر ضد په تروریزم کې ښکېله ده خو هیڅ نه ورته ویل کیږي او د پاکستان پر حکومت یې نیوکه وکړه چې ولي تر اوسه هم نه دی توانیدلی چې د کشمیر موضوع په نړیواله کچه مطرح کړي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابودجانه افغان
میلمه
ابودجانه افغان

سراج الحقه ! د امریکی فرنټ لاین اتحادی د امریکی فرنټ لاین اتحادی ستا ته د شرم خبره ده چی ته د طالبانو نوم په خوله اخلی د طالب د نوم څحه د ځان په ګټه استفاده کوی ایا ستا دا خوله ده که بل څه دی چی حقیقت پری نشی ویلی. د یو مسلمان هیواد (افغانستان) په نیولو کی د سرو کفارو امریکی سره ستا د فرنټ لاین اتحاد ته کوم پرتوګ وراغوندی د کافر سره دریدل د مسلمان په مقابل کی کوم حکم لری؟؟؟ او له تر اوسه یی په چوپړ کی یی! تاسو امریکی ته هوایی او… نور لوستل »

ابودجانه افغان
میلمه
ابودجانه افغان

باغ به خدای په اوبو موړ کړی باغوانه ستا نیمګړی نیت می ژړاوینه. افغانستان تل ازاد پاتی شویدی او ازادیږی به هم. سراج الحقه ستا د امریکی فرنټ لاین اتحاد می ژړوی. پدی خبرو غواړی چی د خپلو عوامو سترګو ته خاوری وشیندی او ځان پکی محبوب کړی. ستا دینی مسولیت دی چی خپل عوام له حقیقت نا خبر کړی کاش چی په غونډی کی د الله له ویری د حق خبری کړی وای د سوات پنځه زره پیغلی حکومت تښتولی دی او حکومت اسلامی شریعت نه منی او په غټو ټکو او جهر د ویلی وای چی زمونږ حکومت… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

افغان صاحب ستاسی خبری د پاکستان چارواکو دعنوان لاندی سمی دی نه د پاکستان د اسلامی ګوندو او په ځانګړی دول د جماعت اسلامی د مشر سراج الحق تر نورم لاندی . مونږ هعه لیکنه ولوستله د هغه خبری می تایید کړی چه څه یی ویلی وو حق دی ، دا چه دوی دحق پیاده کولو د پاره هم اماده ګی لری هغه دوهمه مرحله ده هغوی د پاکستان چارواکی نه دی چه د حق عملی کولو مرحله کی قرار ولری . که دغه یی هم نه ویلی چه ویلی دی مونږ په په دی ملامتوو چه سراج الحق د… نور لوستل »

ابودجانه افغان
میلمه
ابودجانه افغان

استاد بیانزی صاحب، ستا لیکنی او تبصری هر وخت تعقیبوم او په مینه یی لولم. د سراج الحق مرکه د بی بی سی اردو ڈاٹ کام سره دا لاندی خبری یی کړیدی. دیکھیے میں قائد اعظم محمد علی جناح کو ایک سچا آدمی سمجھتا ہوں۔ میں یہ نہیں سمجھتا کہ وہ لوگوں کو دھوکہ دینا چاہتے تھے، ان کا ظاہر اور باطن ایک تھا۔ سراج الحق وایی چی جناح علی یو سچا او ریښتونی کس وو د زړه او خولی خبره یی یوه وه. ستا په اجازه غواړم یو څو خبری وکړم د پاکستان عوام زمونږ وروڼه دی او علماء… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

افغان صاحب مونږ ستاسی د خبرو د تاییدو د پاره خپله تبصره کی دا هم لیکلی چه [[ ښځو کی هم نارینه پیدا کیږی ) یعنی سراج الحق مونږ په ښځو کی نارینه ګڼلی د پاکستان اکثره حکومتی او ګوندی چارواکی لندن کی زیږیدلی او لوی شوی د هغوی تار او پود په یو ډول د غلامی په تنسته کی اوبدل شوی مګر غلامانو کی هم توپیر شتون لری څوک لوی او څوک کوچنی غلامان وی کوچنی غلامان که تشویق شی د غلامی له حقی وتلی شی لکه انګریزانو چه زمونږ د ګلبدین، ربانی او سیاف په شان مجاهدین رهبران… نور لوستل »

ابودجانه افغان
میلمه
ابودجانه افغان

ګران استاد بیانزی صاحب موافق یم. ښی خبری د وکړی په زړه می ولږیدی. ستا هره خبره د سرو زور نا ډیر قیمت لری. الله د اوږد عمر درکړی.