سراج الحق: امریکا باید د طالبانو وړاندیز ومني

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په پاکستان د جماعت اسلامي مشر او سناتور سراج الحق ویلي چې امریکا باید د طالبانو وړاندیز ومني او د افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

د پاکستانۍ ویب پاڼې «اردو پواینټ» د راپور سره سم نوموړي د طالبانو غوښتنه قانوني او شرعي وبلله او د امریکا ولس ته یې د طالبانو وروستی لیک معقول او پر ځای وباله.

نوموړي وویل چې طالبانو پر ځای اقدام وکړ چې غواړي امریکايي ځواکونه له هیواده د خبرو او مذاکراتو له لاري د افغانستان څخه ایستلو ته اماده کړي، امریکا یې باید غوښتنه ومني او ورسره کښيني.

سراج الحق وویل چې د جګړو وروستی حل حتما په خبرو را وزي، امریکا په تیرو ۱۷ کلونو کې ونه توانېده چې خپل اهداف تر لاسه کړي، بلکې پر افغانستان یې برید له سره تاواني او بېځایه پرېکړه وه.

نوموړي دغه خبرې تېره ورځ په مانسهره کې یوې غونډې ته وکړې.

سراج الحق پر افغانستان د امریکا یرغل د یوه مسلمان هیواد پر ازادۍ یرغل وباله او د افغانانو مقاومت یې د هغوی مشروع حق وباله چې باید وستایل شي.

نوموړي وویل چې په دغه جګړه کې تر اوسه په سلګونو زره افغانان وژل شوي دي خو هغوی خپله ماتې لا نه ده منلې ، که امریکا سل کاله نور هم جګړې ته دوام ورکړي، افغانان به هیڅ کله ماتې ونه مني.

نوموړي پر امریکا تونده نیوکه وکړه چې غواړي پاکستان د تروریزم د ملاتړي هیواد په توګه په څار لیسټ کې واچوي او وې ویل چې هندوستان د تیرو اویا کلونو راهیسي په کشمیر کې د مسلمانانو پر ضد په تروریزم کې ښکېله ده خو هیڅ نه ورته ویل کیږي او د پاکستان پر حکومت یې نیوکه وکړه چې ولي تر اوسه هم نه دی توانیدلی چې د کشمیر موضوع په نړیواله کچه مطرح کړي.

تبصرې (6)

  • سراج الحقه ! د امریکی فرنټ لاین اتحادی
    د امریکی فرنټ لاین اتحادی ستا ته د شرم خبره ده چی ته د طالبانو نوم په خوله اخلی د طالب د نوم څحه د ځان په ګټه استفاده کوی ایا ستا دا خوله ده که بل څه دی چی حقیقت پری نشی ویلی.
    د یو مسلمان هیواد (افغانستان) په نیولو کی د سرو کفارو امریکی سره ستا د فرنټ لاین اتحاد ته کوم پرتوګ وراغوندی د کافر سره دریدل د مسلمان په مقابل کی کوم حکم لری؟؟؟ او له تر اوسه یی په چوپړ کی یی!
    تاسو امریکی ته هوایی او ځمکنۍ اډی ورکړی او مظلوم او بی دفاع افغانان مو ورته په لاسونو او پښو وتړل د اسلام او د طالب د وینو او هډوکو په خرڅلاوو د ایټم بمب او موټروی جوړه کړه.
    ډاکټر صدیقی عافیه د ولی امریکی ته حواله؟ او لال مسجد چی اووه زره طلباوو پکی د دین زده کړه کوله او د شریعت نفاز عوښتنه یی کوله ولی د له خاورو سره خاوری کړل.
    ایا کوم هندو خپل مندر، کلیسه د کفارو لپاره ورانه کړیده او ایا کوم هندو خپلی لوڼی امریکی ته د ډالرو په مقابل کی ورکړیدی؟
    که د امریکی سره ستا فرنټ لاین اتحاد نه وی د امریکی سپی به په لسو ورځو کی په ګران افغانستان کی پاتی نشی.
    سراج الحقه ! د دوه زره دریم کاله پوری ستا له خاوری هوایی میدانونو څحه په ګران افغانستان او مظلومو افغانانو ۵۷۰۰۰ هوایی امریکایی حملی شوی وی اوس له شماره وتلی خبره ده.
    د کشمیر پوښتنه کوی ولی د وزیریستان، مومندو بیجاوړ، سوات او د لال مسجد پوښتنه ولی نکوی؟ په زرګونو ماشومان، ښځی او سپین ګیری، مدرسی او جوماتونه یی شهیدان کړل قران شریفونه یی په ګولیو ټوټی ټوټی کړل ولی د هغو پوښتنه نکوی؟؟؟ دومره منافقت ولی ولی ولی؟؟؟

  • باغ به خدای په اوبو موړ کړی باغوانه ستا نیمګړی نیت می ژړاوینه.
    افغانستان تل ازاد پاتی شویدی او ازادیږی به هم.
    سراج الحقه ستا د امریکی فرنټ لاین اتحاد می ژړوی. پدی خبرو غواړی چی د خپلو عوامو سترګو ته خاوری وشیندی او ځان پکی محبوب کړی.
    ستا دینی مسولیت دی چی خپل عوام له حقیقت نا خبر کړی کاش چی په غونډی کی د الله له ویری د حق خبری کړی وای د سوات پنځه زره پیغلی حکومت تښتولی دی او حکومت اسلامی شریعت نه منی او په غټو ټکو او جهر د ویلی وای چی زمونږ حکومت د کفارو سره د مظلوم مسلمان افغان په مقابل کی ولاړ دی د کفارو فرنټ لاین اتحادی دی او ستاسو مسولیت د حکومت پر وړاندی څه جوړیږی کوم قسم جدو جهد ته ضرورت دی؟ سراج الحقه بیا به منل شوی وای چی ته یقینا د اسلام او مسلمانانو خیرخوا یی.

  • افغان صاحب ستاسی خبری د پاکستان چارواکو دعنوان لاندی سمی دی نه د پاکستان د اسلامی ګوندو او په ځانګړی دول د جماعت اسلامی د مشر سراج الحق تر نورم لاندی .
    مونږ هعه لیکنه ولوستله د هغه خبری می تایید کړی چه څه یی ویلی وو حق دی ، دا چه دوی دحق پیاده کولو د پاره هم اماده ګی لری هغه دوهمه مرحله ده هغوی د پاکستان چارواکی نه دی چه د حق عملی کولو مرحله کی قرار ولری . که دغه یی هم نه ویلی چه ویلی دی مونږ په په دی ملامتوو چه سراج الحق د حق یادونه ولی نه کوی اوس چه یی حق ویلی اوس یی د پاکستان د غلامو چارواکو به نمایندګی کی راولو ورته وایو چه ستاسی له میدانو زمونږ هیواد ویشتل کیدلو او ویشتل کیږی .
    هر څه او هر چاته د شک او دشمنیو په عینکو کتل دشمنان زیاتوی او مونږ ځلکو ته ماشومان ښکارو ، هو زه دا منم چه پاکستان هیواد د اسلام په نوم جوړ شوی مګر چارواکی یی له اوله هغه غلامان ټاکل شوی چه پلار او مور دواړو کی یی یو یا دواړه انګریزان دی او لا انګریزانو تعقیم کړی ( زړونه او مغزونه ) یی ورله پرمنځلی اکثریت یی لندن کی زږیدلی ، لوی شوی او غلامان روزل شوی ، ښه مثال یی جناح دی چه قره قلی ته لیری کړی اصلی انګریز دی په لمانځه نه پوهیدلو یوه ورخ د خلکو دخطا ایستلو د پاره مسجد ته د بوتانو سره ننوتی وو ټول بیانونه یی په انګریزی وو او د پاکستان ټولی لوڅی ، قانون او رسمیات په انګلیسی دی . یعنی پاکستان د انګریزانو مستعمره نه بلکه د انګریزانو د خاوری برخه ده ، همدغه چه کوی د همدغه هیله تری باید ولرو .
    پشتو کی یو متل دی وایی ( ښځو کی هم ځینی نارینه پیدا کیږی یعنی ځینی ښځی غیرتی وی د نارینه وو په شان اکټ کوی نو سراچ الحق یا نور چه دغه د حق خبره کړی دا هم بس دی که مونږ یی تشویق کړو او دغه ویل یی ورله وستایو تر دی به لا نوری ښی خبری وکړی او لا نور به هم د سراج الحق لیار تعقیب کړی . مګر مونږ هم ستونزه لرو که پاکستان کی چا وویل چه (( الله ج یو دی )) هم مونږ پری شک کوو مننه

  • استاد بیانزی صاحب، ستا لیکنی او تبصری هر وخت تعقیبوم او په مینه یی لولم.
    د سراج الحق مرکه د بی بی سی اردو ڈاٹ کام سره دا لاندی خبری یی کړیدی.
    دیکھیے میں قائد اعظم محمد علی جناح کو ایک سچا آدمی سمجھتا ہوں۔ میں یہ نہیں سمجھتا کہ وہ لوگوں کو دھوکہ دینا چاہتے تھے، ان کا ظاہر اور باطن ایک تھا۔
    سراج الحق وایی چی جناح علی یو سچا او ریښتونی کس وو د زړه او خولی خبره یی یوه وه.

    ستا په اجازه غواړم یو څو خبری وکړم د پاکستان عوام زمونږ وروڼه دی او علماء حق یی له ځانه ډیر راته ګران دی. په مومن باندی بد ګمان کول حرام دی. حقیقت ویل لوی اجر او ثواب دی.
    هغه چی تور ته سپین او سپین ته تور وایی که خپل دی او که پردی دواړه راته یو برابر دی.
    هغه علماء چی د شریعت نافزولو لپاره جدو جهد کوی او د حکومت پر خلاف مقاومت کوی هغوی ته همدا سراج الحق د انډیا ایجنټ او دهشت ګرد وایی او افغانستان هم د انډیا د رآ مرکز بولی.

    که علماء خپل مسئولیت درک نه کړی ټولنه د تباهۍ سره مخ کیږی :
    د هر ولس او ټولنې علماء به په صفا او سپینو الفاظو خلکو ته حق بیانوی په حق بیانولو کې به د هیڅ چا خاطر نه کوی نه به له چا څخه شرمیږی او نه به له چا څخه وېریږی ځکه چې د رښتنې دینی علماؤ دا صفت وی چې هغوی به یوازې له الله تعالی څخه وېریږی او له الله تعالی څخه به نور خلک وېروی.
    په هر اندازه چې د یوې ټولنې علماء تقوا داره ، اصلاح کوونکی ، د مسئولیت احساسونکی او فعال وی په همغه اندازه به ټولنه له خدای ( جل جلاله ) وېردونکی او اصلاح وی.
    د حق پټولو خطرناکی پایلې :
    که د ټولنې علماء حق بیان نه کړی د خلکو اصلاح نه را ځی خلک د ګمراهۍ ګندې ته لویږی ځکه عام خلک اکثراً د ښو او بدو حلالو او حرامو فرق نشی کولای دوی د علماؤ پر وینا عمل کوی .

  • افغان صاحب مونږ ستاسی د خبرو د تاییدو د پاره خپله تبصره کی دا هم لیکلی چه [[ ښځو کی هم نارینه پیدا کیږی ) یعنی سراج الحق مونږ په ښځو کی نارینه ګڼلی د پاکستان اکثره حکومتی او ګوندی چارواکی لندن کی زیږیدلی او لوی شوی د هغوی تار او پود په یو ډول د غلامی په تنسته کی اوبدل شوی مګر غلامانو کی هم توپیر شتون لری څوک لوی او څوک کوچنی غلامان وی کوچنی غلامان که تشویق شی د غلامی له حقی وتلی شی لکه انګریزانو چه زمونږ د ګلبدین، ربانی او سیاف په شان مجاهدین رهبران له اسلامی او جهادی حلقی وویستل او خپل یی کړل نن صبا یی د مجاهدینو په ضد تری کار اخلی تر ټولو د سکورلریزم دشمنان د سکورلریزم لمړنی دوستان جوړ شول . که مونږ هم د سراج الحق دغسی څرګندونی وستایو او حق ته یی حق او باطل ته یی باطل ووایو کیدی شی واپس اسلامی حلقو کی ننوځی حتی که یو امریکایی مبصر او څیړونکی که د حق کومه خبره لیکی مونږ به یی هغه د حق برخه خبره ستایو دا نیک کار دی د حق پالو مرسته کیږی او هغوی تشویقیږی و حضرت محمد ص د پیغمبری دوره کی ټول خلک له اوله مسلمانان نه وو هغوی تشویق کړل هغوی قناعت ورکړو او هغوی ورسره له اسلامی حسنه اخلاقو او حکمت کار واخست . راځی چه مونږ هم له انجماد څخه اعتماد او اطمنان ته راووځو . مونږ څو ځلی د همدی سراج الحق خبری چه د مجاهدینو په ضد یا د اسلام په ضد یی کړی رد کړی او غندلی دی او دا خبری چه یی سمی دی ستایو دا مونږ د اسلامی سپارښتنو په رڼا کی ترسره کوو که یی نه کوو ګناهکاریږو

    • ګران استاد بیانزی صاحب موافق یم. ښی خبری د وکړی په زړه می ولږیدی. ستا هره خبره د سرو زور نا ډیر قیمت لری. الله د اوږد عمر درکړی.