دعلامه اقبال ژوند ته یوه کتنه

عطا محمد میاخېلAllama-Iqbal

ډاکتر محمد اقبال لاهوري د 1294 ق د ذي القعدې دمیاشتې په درېيمه د 1877م دنومبر په نهمه د جمعې د ورځې د سهار په څلوروبجو نړۍ ته سترګې پرانیستي او د 1357ق صفرې دمیاشتې په شلمه د 1938م داپریل په 12مه دپنجشنبې دورځې دسهار په پنځو بجووفات شوی .

دنوموړي پلار نورمحمد او نیکه یې محمد رفیق نومیده غورنیکونه یې دکشمیر دبرهمنانو

د( سروی ) له قبیلې څخه و چې په اوه لسمه میلادي پیړۍ کې مسلمانان شوي دي ، داقبال نیکه له خپلو دریو وروڼوسره له کشمیر څخه سیالکوټ ته لیږدیدلی دی سیالکوټ د همالیا دغره په لمنه د پنجاب په شمال لودیځ کې یو ښار دی .

اقبال خپلې زده کړې دسیالکوټ د کشمیریانو کوڅې د حسام الدین په جومات کې له قران کریم څخه پیل کړې ، دی بیا ( سکاچ مشن ) ښوونځي ته ولاړ او لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې هلته سرته ورسولې ، اقبال لا د همدغه ښوونځي شاګرد و چې اول یې په پنجابي او بیایې په په اردو ژبه شعرونه جوړول اوخپل لومړني شعرونه یې دسمون له پاره ( داغ دهلوي ) ته لیږل ، نوموړی په 1895م کې دلاهور په دولتي پوهنځي کې د فلسفې په زده کړه بوخت شو او دلسانس درجه یې واخیستله وروسته په 1899م کې دپنجاب له پوهنتون څخه تر لسانس په پورته درجه فارغ شو .

دعربي ژبې په ازموینه کې یې هم له دغه پوهنتون څخه په اعلی درجه فراغت وموند او دهمدغه پوهنتون د تاریخ او فلسفې  داستاد په حیث ومنل شو په دغه مهال یې دشاعرۍ شهرت دهند په نیمه وچه کې خپور شو او په همدغه وخت کې یې د اقتصاد په موضوع کې په اردو ژبه لومړنی تالیف دکتاب په بڼه په 1901م کې چاپ شو .

اقبال په 1905م کې دلوړو زده کړو په نیت لندن ته ولاړ دکیمبرج دپوهنتون د فلسفې په څانګه کې شامل شو په همدې مهال دحقوقو دزده کړې له پاره د ( لینکولیس ان ) په پوهنځي کې هم شامل شو کیمبرج دپوهنتون داخلاقو دفلسفې له څانګې څخه تر فراغت وروسته جرمني ته ولاړ او په 1907م کې د مونیخ په پوهنتون کې یې دخپلې دوکتورا له اثر چې د ( په ایران کې د حکمت پراختیا ) عنوان لاندې و ، دفاع وکړه.

دا کتاب په 1908م کال په لندن کې چاپ شو اود هغه په برکت نوموړي داروپا پ علمي ټولنوکې دختیځ دیو نامتو فیلسوف په حیث وپیژندل شو .

ډاکټر اقبال درې کاله په اروپا کې و دوکالت ازموینه یې هم په لندن کې ورکړه او څو موده یې دکیمبرج په پوهنتون کې دعربي ژبې او ادبیاتو درس هم ورکاوه .

نوموړی په 1908م کې خپل هیواد ته راستون شو دلاهور په دولتي پوهنځي کې دفلسفې استاد شو .

او په شخصي توګه یې د دعوا دوکالت کار هم کاوه ، وروسته یې بیا له استادۍ څخه لاس واخیست او تر 1934م پورې یې وکالت ته دوام ورکړ .

د ډاکټر اقبال دعلمي او ادبي خدمتونو له امله دبرتانوي هند دحکومت له خوا ورته د (سر ) لقب ورکړل شو .

سر ډاکټر اقبال په 1924 م کې د پنجاب د قانون جوړولو دمجلس په غړیتوب انتخاب شو په 1928 م کې یې د رسمي بلنې له مخې مدراس ، میسور ، حیدراباد او علیګړ ته سفرونه وکړل او داسلام په باره کې یې په انګریزۍ ژبه وینا ګانې وکړې  ددغو ویناګانو ټولګه په 1930 م کال د دیني فکر ژوندي کول تر عنوان لاندې په لاهور کې چاپ شوه .

نوموړي په همدغه کال په الله اباد کې دمسلم لیګ دحزب په کالنۍ جلسه کې وینا وکړه او د مسلمانانو استقلال یې وغوښت . دا خبره په پا کستاني کړیو کې عامه ده او په همدې اساس ورته دهغه تر مړینې وروسته دبابای پا کستان او باني پا کستان ویل شوی دی  مګر د ده دخپل یوه لیک له مخې چې په 1934م کال دمارچ په څلورمه د تها مپسن (mr. thmpson) په نامه له لاهور څخه لیږل شوی ورته لیکلي دي :

( ته ماته دپاکستان دمنصوبې باني وایې ، دغه منصوبه زما نده دکومې چې تا پخپله خطبه کې ذکر کړی و) .

ډاکټر اقبال په 1931 م کال په لندن کې په هغه ګردي میزکې برخه واخیسته چې د هندوستان د اساسي قانون دبنسټ ایښودلو له پاره جوړشوی و او په همدې کال کې یې دهند دنیمې وچې دمسلمانانو داستازي په حیث په بیت المقدس کې د فلسطین په لومړني اسلامي موتمر کې او په 1933 م کال په لندن کې د درېیم ګردي میز په کنفرانس کې برخه واخیستله .

علامه اقبال په 1933م کال دافغانستان پادشاه اعلیحضرت محمد نادرشاه په بلنه دهند داسلامي  دیني علماو په یو هیت کې کابل ته راغی او دافغاني دیني علماو په ملګرتیایې دکابل دعربي دارالعلوم درسي پروګرام جوړ کړ دغه درسي نصاب په یاده مدرسه او دافغانستان په ټولو دیني مدرسوکې تراوسه پورې چلیږي نوموړي د دې سفر خاطرات پخپله ( مسافر ) نومې مثوي کې لیکلي او تر دې دمخه دخپلو شعرونویوه ټولګه ( پیام شرق ) یې اعلیحضرت امان الله خان غازي ته اهدا کړېده .

علامه ډاکټر اقبال د ښوونځي د شاګردۍ له وخته بیا د پوهنځیو داستادۍ تر مهاله ، بیا د وکالت ، ټولنیزو خدمتونو ، سیاسي او علمي ویناګانو او مصروفیتونو سره قلم چلولی ، شعرونه یې ویلي ، مقالې او کتابونه یې لیکلي دي دهغه دشعر محتوا دفلسفې، سیاست او تصوف یو امتزاج دی چې په ډیر ښکلي ، رنګین ، خوندور او عاطفي بڼه لیکل شوی دی او په معاصره شاعرۍ کې یو نوی سبک دی په دري ژبه کې اسرار خودي ، رموز بیخودي ، پیام شرق ، زبور عجم ، جاوید نامه ، مسافر ، پس چه باید کرد ای اقوام شرق او ارمغان حجاز دهغه دشعرونو ټولګې دي چې مکرر چاپ شوي اوپه نورو ژبو ژباړل شوي دي دغه ټولګې دسمندر خان سمندر ، شیر محمد ملینوش، سید تقویم الحق کاکا خېل ، امیر حمزه شینواري او عبدالروف بینوا له خوا په پښتو نظم ترجمه او چاپ شوي دي . بانګ درا ، بال جبرایل او ضرب کلیم دهغه داردو شاعرۍ ټولګې دي او علم الاقتصاد په ایران کې دحکمت پراختیا ، تاریخ هند ، داسلام د دیني فکر ژوندي کول په اردو او انګریزي ژبو دهغه مشهورتالیفات دي .

چې دهغه په ژوندینې چاپ شوي دي ، دهغه تر مړینې وروسته هم دهغو یولړ پاته خطي اثار ترتیب تدوین او چاپ شوي دي لکه اقبال نامه ، داقبال لیکونه د عطیه بیګم په نامه ، داقبال لیکونه د جناح په نامه ، د اقبال ویناګانې  داقبال انګریزي مقالې ، ملفوظات اقبال ، داقبال لیکونه او لیکنې ، ګفتار اقبال او نور ، دعلامه اقبال مزارپه لاهور کې دی او په همدغه ښار کې دهغه په نامه ( اقبال اکیډمي ) دهغه دژوندانه او اثارو په باره کې څیړنې پر مخ بیایي .

عطا محمد میاخېل د کابل پوهنتون دساینس پوهنځي استاد



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.