افغانستان

میدان وردګ: په سید اباد کې په اکمالاتي کارون برید، درنه مرګ ـ ژوبله اړولې

د کابل کندهار په لویه لاره د میدان وردګ ولایت اړوند په سید اباد ولسوالي کې تر سلو د ډېرو موټرو او ټانکرونو اکمالاتي کاروان پرون ټوله ورځ د طالبانو تر برید لاندې وو. د سیمې د اوسېدونکو او د لارې د موټروانانو له خولې یاد کتار پوره دوه ورځې تر بریدونولاندې دی، چې وړاندې تګ نه شي کولای.

پرون غرمه مهال په یاد کتار د ملي خېلو په سیمه کې د طالبانو له خوا بریدونه شوي دي، چې د عیني شاهدانو په قول په څو ساعتي برید کې ګڼ موټر تخریب او ډېر پولیس دوی په سترګو لیدلي وو، چې د غزني په لوري په امبولانسونو کې لېږدول کېدل.
طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي، په پرونۍ جګړه کې يې غرمه مهال د ملي خېل په سیمه کې پنځه پولیس وژلي اوڅلور نور ټپیان کړي دي، خبرپاڼه کاږي: «دغه راز ماسپښين خواوشا 2 بجې په همدې سيمه کې په اکمالاتي کاروان بريد وکړ چې په مهال يې 2 د تيلو ټانکر او 1 فرش موټر په بشپړه توګه وسوزول شول او په دې سربېره 4 پوليس او 3 ساتونکي عسکر ووژل شول او 3 پوليس او 2 عسکر ټپيان شول.
خبر زياته کړې ماسپښين خواوشا 3 بجې د يادې شوې ولسوالۍ په سلطان خيل سيمه کې په اکمالاتي کاروان بريد وشو چې په ترڅ کې يې 1 رينجر، 2 اکمالاتي موټر تخريب شول او 3 ساتونکي عسکر او 2 پوليس ووژل شول.
له دې علاوه ماسپښين 2 نيمي بجې په ماشين کلا سيمه کې هم په اکمالاتي کاروان بريد ترسره شو، په دې بريد کې 3 پوليسو ژوند له لاسه ورکړ او 2 نور ژوبل شول، په دې سربېره 3 رينجر موټر هم تخريب شول.»
یاده دې وي، چې د طالبانو د سږنیو خیبر عملیاتو له پیل سره په دې لویه لاره بریدونه ډېر شوي دي، د لارې موټر چلوونکي تل شکایت کوي، چې دولتي امنیتي مسوولین دوی تل د ډال په توګه استعمالوي او په خبره يې خپل کتار د خلکو په موټرو کې تېروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x