اندونیزیا کې یو مستري د دوه سټېرنګونو موټر جوړ کړی/انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د اندونېزیا هېواد یوه ۷۱ کلن سپینږیري مستري له شپږو میاشتو هڅو وروسته توانېدلی چې د دوه سټیرنګونو حیرانونکی موټر جوړ کړي.

د برتانوي ورځپاڼې «The sun» لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، دغه کس چې «روني ګونوان» نومیږي، د خپلو لسو نورو همکارانو په مرسته داسې موټر جوړ کړی چې یو سټیرنګ مخکې او بل شاته لري، او په یو وخت کې کولای شي دوه کسان یې وچلوي.

همدا ډول دغه موټر دوه پیډلونه، دوه انجنونه، دوه ګیرونه، دوه سیټونه او یو د تېلو ټانکۍ لري.

ګونوان د یو موټر جوړولو لپاره دوه موټره تاوان کړی، چې دوه د ټویټا لمبو موټرې يې په منځ بیلې کړي، او بیا یې د دواړو مخونه سره نښلولي دي، او یو دوه سټیرنګه موټر یې ترې جوړ کړی.

ددغې موټر جوړونکی روني ګونوان وایي: «ما تل غوښتل چې یو ځانګړی او بې ساری شی ډیزاین او جوړ کړم، او اوس وتوانېدم دوه سټیرنګه موټر چې دوه چلونکي به لري جوړ کړم، او ددې موخه داده چې د پارک کولو پر وخت چلونکو ته اساني وي.

مګر د ۷۱ کلن مستري دغه خوب چې دغه موټر به د اندونیزیا پر سړکونو ګرځي پوره نه شو، ځکه چې د ځایي چارواکو او ترافیکو له لورې دغه موټر غیر قانوني ګڼل شوی او ویلي يې دي: «دغه نوي  موټر د اندونیزیا د ترافیکو قانون دوه مادې تر پښو لاندې کړي، یو دا چې د شاه څراغونه یې نه درلودل او به دا چې د ابعادو له مخې مناسب نه و.

همدا شان دغه موټر دوه نمبر پلیټونه لري او د دوو بیلابیلو موټرو په نوم ثبت شوی دی، خو روني ګونوان د دغه موټر د جوړولو لپاره له حکومته لایسنس نه و ترلاسه کړی.

ترافیکو موټر د هغه څښتن ته سپارلی، خو دا یادونه یې هم ورته کړې چې له دې وروسته یې سړک ته ونه باسي.

3
تبصره وکړئ

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دا موټر د کابل د ارګ وړ دی. پر یوه اشترینګ ئې ع او پر بل ئې غ کېنینول شی.

haroon
میلمه
haroon

ارګ ورباندې خبر کړئ په ډېره ګرانه بیه به یې واخلي او جوړوونکی به یې ښه ګټه وکړي. هههههههههه

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د ارګ خبره هم صدق کوی که هغه اندونزیایی مستری دوه سری ګاړی جوړ کړی مونږ تر هغه دمخه ارګ کی د ع او غ په نوم دوه سری حکومت جوړ کړی . ګټه خو مو ورله یوه ذره هم ونه لیدله مګر اضرار یی ډیر لوی او بی شماره دی، بیا که دغه دول اختراع خپله د هماغه هیواد له خوا وی څه لیار به ورته جوړه او هغه دوه مخی کی به څه بدلون راولی او که نه چلیپا به ورباندی کش کړی هر څه باید مخه او شا ولری یو وخت کی چه دوه مخونه لری او… نور لوستل »