اندونیزیا کې یو مستري د دوه سټېرنګونو موټر جوړ کړی/انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د اندونېزیا هېواد یوه ۷۱ کلن سپینږیري مستري له شپږو میاشتو هڅو وروسته توانېدلی چې د دوه سټیرنګونو حیرانونکی موټر جوړ کړي.

د برتانوي ورځپاڼې «The sun» لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، دغه کس چې «روني ګونوان» نومیږي، د خپلو لسو نورو همکارانو په مرسته داسې موټر جوړ کړی چې یو سټیرنګ مخکې او بل شاته لري، او په یو وخت کې کولای شي دوه کسان یې وچلوي.

همدا ډول دغه موټر دوه پیډلونه، دوه انجنونه، دوه ګیرونه، دوه سیټونه او یو د تېلو ټانکۍ لري.

ګونوان د یو موټر جوړولو لپاره دوه موټره تاوان کړی، چې دوه د ټویټا لمبو موټرې يې په منځ بیلې کړي، او بیا یې د دواړو مخونه سره نښلولي دي، او یو دوه سټیرنګه موټر یې ترې جوړ کړی.

ددغې موټر جوړونکی روني ګونوان وایي: «ما تل غوښتل چې یو ځانګړی او بې ساری شی ډیزاین او جوړ کړم، او اوس وتوانېدم دوه سټیرنګه موټر چې دوه چلونکي به لري جوړ کړم، او ددې موخه داده چې د پارک کولو پر وخت چلونکو ته اساني وي.

مګر د ۷۱ کلن مستري دغه خوب چې دغه موټر به د اندونیزیا پر سړکونو ګرځي پوره نه شو، ځکه چې د ځایي چارواکو او ترافیکو له لورې دغه موټر غیر قانوني ګڼل شوی او ویلي يې دي: «دغه نوي  موټر د اندونیزیا د ترافیکو قانون دوه مادې تر پښو لاندې کړي، یو دا چې د شاه څراغونه یې نه درلودل او به دا چې د ابعادو له مخې مناسب نه و.

همدا شان دغه موټر دوه نمبر پلیټونه لري او د دوو بیلابیلو موټرو په نوم ثبت شوی دی، خو روني ګونوان د دغه موټر د جوړولو لپاره له حکومته لایسنس نه و ترلاسه کړی.

ترافیکو موټر د هغه څښتن ته سپارلی، خو دا یادونه یې هم ورته کړې چې له دې وروسته یې سړک ته ونه باسي.

تبصرې (3)

  • دا موټر د کابل د ارګ وړ دی. پر یوه اشترینګ ئې ع او پر بل ئې غ کېنینول شی.

  • ارګ ورباندې خبر کړئ په ډېره ګرانه بیه به یې واخلي او جوړوونکی به یې ښه ګټه وکړي. هههههههههه

  • د ارګ خبره هم صدق کوی که هغه اندونزیایی مستری دوه سری ګاړی جوړ کړی مونږ تر هغه دمخه ارګ کی د ع او غ په نوم دوه سری حکومت جوړ کړی . ګټه خو مو ورله یوه ذره هم ونه لیدله مګر اضرار یی ډیر لوی او بی شماره دی، بیا که دغه دول اختراع خپله د هماغه هیواد له خوا وی څه لیار به ورته جوړه او هغه دوه مخی کی به څه بدلون راولی او که نه چلیپا به ورباندی کش کړی هر څه باید مخه او شا ولری یو وخت کی چه دوه مخونه لری او شا نه لری هغه پدیده له اوله ناکامه او ستونزی رامنځته کوی ، که نه په دی کار به ډیرو هڅی کړی مګر ناکامه هڅی وی د ځآن د حماقت د نه شودلو د پاره ییی هغه پریښی مګر زمونږ هیواد کی نوی او سره شروع شوی او د شرم په ځای پری ویاړنی هم لری د همدغه دوه مخی دپاره هم ع او هم غ هره ورځ څو ځلی میکپ کوی او د هر میکپ په ډالرو یی یوه کورنی یو کالی ژوند تیرولی شی ،دغو دوه مخو بنو یا دوه مخو غلامانو څو سوه رسني او څو زره غلامان په لیارو او هغو رسنیو کی کینولی چه د دوی صفتونه وکړی او یا دوی پکی د خانو صفتونه وکړی د هغوی معاشونه تر میلونو او بیلونو اوړی .
    ممکن د اندونزیا هغه مستری به د کابل د ع او غ د دوه سری حکومت څخه په انتباه یا کاپی دغه دوه سره ګاړی په دی جوړ کړی وی چه په هغوی ریشخند ووهی او عملی بڼه کی یی نړیوالو او افغانانو ته په ګوته کړی چه یو ساده دوه مخی موتر د چلولو دباره ستونزی لری او هغه ستونزی یی د حل وړتیا نه لری نو په یو هیواد کی د دوه مخی حکومت چلول به د څومره بی ګناه خلکو ژوند واخلی او هغه هیواد به څو پیړی شاته پوځی مننه