د ميدان وردګ ولايت له زندان څخه بنديان تښتېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ميدان وردګ ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه د دغې ولايت له مرکزي زندان څخه لس تنه بنديان تښتېدلي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل سپوږمۍ راډيو د زندانيانو تښتېدل تاييد کړي او په وينا يې چې له ډلې يې اته تنه د نشه يي توکو قاچاق کوونکي او دوه تنه سياسي بنديان دي.

د منګل په خبره، تر اوسه په دې اړه معلومات نه لري چې څه ډول په تېښته بريالي شوي خو په وينا يې چې د پېښې د څېړنې په موخه له کابله يو پلاوی راغلی او د څېړنو له بشپړولو وروسته به په دې اړه له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې هم د بلخ ولايت له زندان څخه پنځه زندانيان په تېښته بريالي شوي و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د