fbpx

ګارډين: نړيواله جنايي محکمه بايد امریکا په افغانستان کې د جنګي جرمونو مسؤوله وبولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ګارډين ورځپاڼې ليکلي، چې نړيواله جنایي محکمه بايد امریکايي پوځيان په افغانستان کې د جنګي او بشري جرمونو مسؤولين وبولي او په دې اړه ترې څېړنې هم وکړي.

په افغانستان کې د امریکا د نوې جګړه ييزې سټراټيژۍ پر مهال، چې د امریکايي ځواکونو بمبارۍ، شپنیز عمليات او جګړې زياتې شوي، لويديځې رسنۍ له تېرې اوږدې مودې راهيسې په دغو جګړو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په زياتېدو راپورونه خپروي او ټينګار کوي، چې په روانه جګړه کې بايد ولسي خلکو ته له زيان رسولو جدي ځان ساتنه وشي.

له لندنه خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼې په خپل تازه مطلب کې ليکلي، چې مدني فعالانو او د بشري ټولنو غړو په هاګ کې د جرمونو د نړيوالې محکمې د شلمې کليزې د نمانځلو پر مهال غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د امریکا د شپاړلس کلنې جګړې پر مهال بايد امریکايي پوځيان، د سي ای اې غړي او نور قرادادي عسکر د روانو جرمونو له امله جنګي مجرمين وپېژندل شي او ټينګار يې کړی، چې د ترهګرۍ پر ضد تش په نوم جګړه هم بايد پای ته ورسيږي.

دغو فعالانو ويلي، چې د سي ای اې غړو، امریکايي پوځيانو او نورو قرادادي عسکرو د شکنجو، ځورونو، بې محکمې وژنو، چاپو او بمباريو پر مهال جنګي جرمونه کړي او نړيواله جنايي محکمه بايد دا جرمونه وڅېړي او مجرمين يې محاکمه کړي.

ګارډین ليکلي، چې د نړيوالې جنايي محکمې يوې څارنوالې فاتوبين سودا د تېر کال په نومبر مياشت کې هم غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان د روانې جګړې پر مهال شوي جنګي جرمونه بايد وڅېړل شي او ټينګار يې کړی و، چې د امريکايي پوځيانو، افغان عسکرو او طالبانو په ګډون له ټولو اړخونو بايد د روانو جګړو په اړه څېړنې او پوښتنې وشي، خو امریکا د نړيوالې جنايي محکمې د دغه وړاندیز مخالفت کړی و او دا بهانه يې وړاندې کړې وه، چې امریکا د دغې محکمې غړيتوب نه لري.

ګارډين ليکلي، چې افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهيسې د نړيوالې جنايي محکمې عضويت لري، خو تر اوسه په دغو جګړو کې د سي ای اې د غړو په ګډون هېڅ امریکايي پوځي او قرادادي عسکر نه دي محاکمه شوي.

د نړيوالې جنايي محکمې د شلمې کليزې د نمانځلو پر مهال مدني فعالانو او د بشري حقونو ډلو ويلي، چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې د پخواني ولسسمشر جورج ډبيلو بوش، ورپسې د بارک اوباما او همدارنګه د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په دغو جګړو شوي جنګي جرمونه بايد وڅېړل شي او ټينګار يې کړی، چې د ګوانتانامو او همدارنګه د کابل په تور زندان کې د بنديانو د شکنجو او ځورونو په اړه بايد جدي څېړنې وشي او عاملين جنګي مجرمين وبلل شي.

ورځپاڼې دا هم ليکلي، چې امریکا افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو پرېکړه هم کړې په داسې حال کې چې د نورو پوځيانو له لېږلو سره به دا جګړه نوره هم زياته شي او جنګي جرمونه نور هم پسې وغځيږي.

ګارډين زياتوي: «د نورو پوځيانو لېږل به په افغانستان کې جګړې، ويجاړۍ، ولسي مرګ ژوبله او عام هر اړخيز زيانونه به نور هم زيات کړي.»

ورځپاڼې افغانستان ته د نورو پوځيانو له لېږلو سره مخالفت ښوولی او د نورو پوځيانو لېږل يې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د زياتېدو لامل بللي دي.

ورځپاڼې غوښتنه کړې، چې د جرمونو نړيواله محکمه بايد په افغانستان کې د شوو جنګي جرمونو په اړه د خپلواکې پلټنې اجازه ورکړي او امريکا بايد د دغو جنګي او بشري جرمونو مسؤوله وبلل شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د کارډین دا خبره چه امریکا د جنګی جرمونو مجرمه وشمیرل شی سمه ده ، باید وشمیرل شی مګر امریکا له یوی خوا په جرمونو افتخار کوی او جرایم ویاړنی ګڼی ، خو زه دا وایم چه تر دی دمخه چه افغانستان کی یی جنګی جرایم وسنجول شی د سپټمبر په یوولسمه فاجعه چه له امله یی د امریکا دری زره بی ګناه امریکایان ووژل شو ، امریکایی چارواکی باید محاکمه شی چه له امله یی بوش او بلیر په ګډه په افغانستان عراق تیری وکړو هغه دوه هیوادونه یی اشغال او په میلونو بی ګناه انسانان یی پکی ووژل… نور لوستل »