
واشنګټن پوسټ: افغانستان ته د اوباما سفر او د سپينې ماڼۍ ستره تېروتنه
نن ټکی اسيا: افغانستان ته د اوباما د سفر پر مهال سپينې ماڼۍ د تېروتنې له امله افغانستان لپاره د سي ای اې د مشر نوم رسنيو ته څرګند کړ.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، چې افغانستان ته د اوباما د ناڅاپي سفر پر مهال يو پوځي خبري کنفرانس هم ترتيب شوی و.
سپينې ماڼۍ د دغه کنفرانس د ګډونوالو نومونه هم رسنيو ته سپارلي وو.
په دغه لیست کې د سپنې ماڼۍ د چارواکو لخوا په ناپامۍ افغانستان لپاره د سي ای اې د مشر نوم ليکل شوی و، په داسې حال کې، چې سي ای اې د خپلو دغسې کارکوونکو نومونه پټ ساتي او هيڅکله نه غواړي د سي ای اې د سيمه یيزو مشرانو نومونه رسنيو او عامو خلکو ته څرګند شي.
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د نوموړي د نوم تر څنګ ليکلي و، چې افغانستان لپاره د سي ای اې مشر. دغه لیست ټولو امريکايي او بهرنيو ژورنالیستانو ته لېږل شوی و، چې اوباما سره به په دغه سفر کې ملګري وي.
په دغو ژورنالیستانو کې د سپينې ماڼۍ لپاره د واشنګټن پوسټ بیرو رئیس “سکاټ ولسن” هم و.
د سپينې ماڼۍ چارواکي خپلې تېروتنې ته له متوجه کيدو وروسته رسنيو ته دوهم ځل تصحيح شوی لست وليږه او دسي ای اې د سيمه یيز مشر نوم يې ترې لرې کړ.
سکاټ ولسن دسپينې ماڼۍ له چارواکيو په دې اړه پوښتنه وکړه، چې افغانستان لپاره د سي ای اې د مشر نوم قصدا په دې لیست کې شامل شوی و او تېروتنه وه؟
خبر زياتوي، چې ژورنالیستانو ته خبرداری ورکړای شوی، چې د سي ای اې د مشر نوم دې رسنيو کې نه خپروي.
سي ای اې او سپينې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.