
د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د پنځو واليانو د بدلېدو او ټاکل کېدو خبر وکړ
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د هېواد د پنځو ولايتونو د واليانو د تبديل او ټاکل کېدو خبر ورکړ.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ادارې په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ د لوګر، لغمان، سمنګان، کندز او ميدان وردګو ولايتونو لپاره نوي واليان ټاکل شوي دي.
د سرچينې په وينا، د فراه پخوانی والي ډاکټر شاه جهان د ميدان وردګو د ځونډي ګل زماني پر ځای، د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د کندز د والي په توګه د اسدالله عمرخېل پر ځای او د فراه پخوانی والي محمد اصف ننګ لغمان ته د والي په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز د بادغيس والي انور خان اسحاقزی د لوګر د والي په توګه د حليم فدایي پر ځای او عبدالطيف ابراهيمي د سمنګان د والي په توګه د عبدالکريم خدام پر ځای ټاکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د بلخ ولايت لپاره انجنير داود معرفي کړ خو د دغې ولايت جنجالي والي عطامحمد نور په ټينګار سره وويل چې تر هغې يې غوښتنې نه وي منل شي اجازه به ورنه کړي چې انجنیر داود د بلخ د نوي والي په توګه خپل کار پیل کړي.