
عطا نور: هیواد د ویش پر لور روان دی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ پخواني والي عطا نور چې د ارګ سره یې لا سړه جګړه دوام لري، په تازه وینا کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني او ورسره یو څو همکاران یې هیواد د تجزیې پر لوري بیا یې او نفاق ته لمن وهي.
نوموړي د برېښنايي تذکرو پر ویش باندي په غبرګون کې وویل چې اشرف غني په دغه کار سره د قومونو تر منځ نفاق را منځته کوی.
هغه وویل چې اشرف غنې وړاندي لا هیواد د کړکیچ په لور بیولی او له پرځېدو سره یې مخ کړی، خو اوس د هیواد ویش، جګړو او وینې بوی محسوسیږي.
نوموړي وویل چې نور هیوادوال د اشرف غني له کړنو په تنګ راغلي.
باید وویل شي چې د اشرف غني او عطا نور تر منځ وروسته تر هغه حالات نور هم کړکېچن شول کله چې ارګ د عطا نور استعفا اعلان کړه او پر ځای یې نوی والي وټاکه، خو تر اوسه پوري ګډحکومت نه دی توانیدلی چې عطا نور له ولایته لیري او پر ځای یې خپل ټاکلی والي وګماري.
دنن ټکی آسیا نه مننه کووچی تل دحقایقوپه لټه کی ده۔۔دنن ټکی اسیا له ټولوکارکوونکونه مننه کوواوالله ج دی اجراعظیم ورکړی۔۔اودوعاورته کووچی الله ج یی محفوظه اوکامیابه ولری
د عطاګی ددی پایه کشی سره پکار ده چی اشرف غنی ټیکری په سر کړی [هغه دده خپله خبره چی دداعش دثبوت لپاره یی خلکو ته کړی وه] بیغیرتی هم باید یو حد ولری وایی چی پک می لیدلی وو خو نه دسر ماغزه وتلی
افغانستان دتجزیه په طرف څه وخت ځی ؟ افغانستان دتجزیه په طرف هغه وخت تلی شی چه په افغانستان کی یو افغان پاتی نه شی او که څوک ځان افغان نه بولی او افغان کلیمه یواځی پښتون ته اطلاق ورکوی داخبره هم تر ډیره حده درسته ده خو تاسی باید خوشحاله اووسی چه ددی غیرتی قوم سره په میراث کی شریک شوی یاست چاچه ددی افغانستا ن همیشه افتخار کټلی ، عطاګی او دته ورته کسان دپوستین سپږی دی او ددی سبږو لری کول پکار دی ، عطا نور فکر کوی چه زه په ټول افغانستان کی محبوبیت لرم ولی… نور لوستل »
د تجزيې اصلي غوښتونکي د شمالي ټلواله ده چې سر کې يې همدا عطاچور دى. دوهم دى او دده ډلې مردم افغانستان يوازې د جمعيت ډلې تړلو خلکو ته وايي. افغانستان الحمدالله د اوليا و خاوره ده خينزيران يې نشي بېلولى. دا منافقين بايد له بېخه ورک شي