
کندهار: د قومندان جاجو نږدې ملګری بریالی ووژل شو
پرون په کندهار کې یو پولیس چې د طالبانو له قوله د جاجو نږدې ملګری اوپه عین وخت کې جاسوس هم و، د دوی له خوا ووژل شو.طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې دوی یاد کس پرون په کندهار کې نیولی او بیا يې وژلی دی، طالبانو د دې پولیس چې بریالی نومېږي د جاسوسي اسناد هم خپاره کړي دي.
دا په تېرو څو ورځو کې د کندهار ولایت د نظامي چارواکو دویم هغه دی چې وژل کېږي، تر دې وړاندې طالبانو په یوه سرتېري برید کې د جنرال عبدالرازق ښی لاس او د کندهار د اتمې امنيتې حوزې امر جاجو وواژه.
یاده دې وي، چې د کندهار خبریالان په دې ولایت کې د امنیتي پېښو د خپرولو واک نه لري، او که يې له بلې سرچينې خپاره کړي، د دوی په خبره د چارواکو له بد غبرګون سره مخ کېږي.
له خبریالانو سره دغه ډول چلند د جاجو له مرګه وروسته زور واخیست او په یوه ورځ او یوځای کې څوتنه خبریالان د پولیسو له لوري تهديد او آن د ټوپکوشپېلۍ پرې ور واوښتې.