افغانستان

هرات کې د درمل جوړولو یوې فابریکې په کار پیل وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په هرات کې د درمل جوړولو یوې خصوصي فابریکې په کار پیل وکړ، چې د اوس مهال لپاره به ۱۴ قلمه درمل تولیدوي.

د عامې روغتیا وزرات د درملو د تنظیم او څار ادارې مشر ډاکټر نورشاه کامه وال وايي، پر دغه خصوصي فابریکه درې میلیونه ډالر پانګونه شوې؛ خو تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به دغه پانګونه لسو میلیونو ډالرو ته زیاته شي او په تولید کې به یې ډېروالی هم راشي.

کامه  وال زیاته کړه، اوس مهال په ټول هېواد کې د درملو جوړولو ۲۵ فابریکې فعاله دي، چې لسګونه قلمه درمل جوړوي او په سلو کې اته سلنه د هېوادوالو اړتیاوې پوره کوي.

ده له پانګه والو غوښتنه وکړه، چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او د خصوصي سکتور په پیاوړتیا کې برخه واخلي.

د هرات سربېره د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د درمل جوړولو فابریکې فعاله شوې؛ خو بیا افغانستان ته ډېر درمل له پاکستان، هندوستان، ایران او بنګله دېش څخه راواردېږي، چې په کورنیو فابریکو یې منفي اغېز کړی دی.

د هرات د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم تمنا د «اویسن فارما» د درمل جوړولو فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې ډاډ ورکړ، چې درمل به یې معیاري او په لابراتوار کې د کتنې وروسته به بازار ته وړاندې کېږي.

څو کاله وړاندې په هرات کې د ابن سینا په نامه د درمل جوړولو یوې فابریکې په کار پیل کړی و، چې تراوسه یې چارې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x