نړۍ

غزه: څلور اسرائیلي عسکر ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د فلسطین غزه تړانګې ته څېرمه د اسرائیلي عسکرو پر موټر چاودنې څلور عسکر ټپيان کړي دي چې په هغو کې ددوه تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د اسرائیلي عسکرو ویاند افیخای ادرعي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په څلورو ټپي شویو عسکرو کې د دوه تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی خو دوه نور عسکر سرسري ټپيان شوي دي.

نوموړي ویلي چې دغه عسکر د غزه تړانګي ته څېرمه د امنیتي دیوال سره نیژدې په ګزمه بوخت وه چې چاودنه پر وشوه چې له امله یې څلور عسکر ژوبل شول.

دغو سرچینو زیاته کړې چې وروسته اسرائیلي عسکر په غزه ښار کې د فلسطیني مقاومت کوونکو مراکز په توپونو په نښه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x