افغانستان

تخار: د ینګي کلا امنیه قومندان په بچه بازۍ تورن شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل):  تېر کال د عدلیې وزارت د ماشومانو د ځورونې او بچه بازۍ د مخنیوی قانون جوړ کړ؛ خو د یو کال په تېرېدو سره بیا هم په افغانستان کې بچه بازي پای ته نه ده رسېدلې.

د تخار ولایت د ینګي کلا ولسوال عبدالنماف فیضي وايي، د دغه ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالقدوس بچه بازي کوي او په خپل دفتر کې قمار وهي.

دی وايي، عبدالقدوس په راتګ سره په دغه ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او نوی امنیه قومندان په خپلو چارو کې ناکام دی. خو په خپل دفتر کې یې د قمار وهنې او بچه بازۍ کارونو ته مخه کړې ده.

د ولسوال په خبره، دوه اوونۍ کېږي چې عبدالقدوس د ینګي کلا امنیه قومندان ټاکل شوی؛ خو په تېرو دوو اوونیو کې یې څو ځلې په دفتر کې د بچه بازۍ او قماروهنې پروګرامونه جوړکړي دي.

د ینګي کلا ولسوال زیاتوي، د عبدالقدوس د ټاکل کېدو سره د دغې ولسوالۍ ډېرې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي او که نوی امنیه قومندان ګوښه نه شي؛ نو د ینګي کلا ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېږي.

څو اوونۍ وړاندې د امریکا د مرستو د څار ادارې«سیګار» هم په خپل راپور کې ویلي وو، چې په افغان امنیتي ځواکونو کې بچه بازي اوج ته رسېدلې او د دغه کار مخنیوی اوس د افغان امنیتي چارواکو له وسه وتلې خبره ده.

په امنیتي لیکو کې اوس هم ډېری قومندانان کم عمره ماشومان یوازې د جنسي اشباع لپاره ساتي او په امنیتي لیکو کې ډېری قومندانان خپل«هلکان» لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x