
څرخي پله زندان کې ۲۱ تنو حافظانو د فضلیت پګړۍ وتړلې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د څرخي پله زندان په څلورم بلاک کې ۲۱ تنو ته د قران کریم د حفظ د فضلیت پگړۍ وتړل شوې.
د څرخي پله یو زنداني اسیر همت روحاني پر خپل فېسبوک لیکلي، چې دغو ۲۱ تنو ته پرون د فضلیت پګړۍ ور پر سر شوې.
اوس مهال د څرخي پله په زندان کې زرګونه بندیان دي، چې ډېری یې د طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
په دغه زندان کې د قران کریم د حفظ، ناظرې، د حدیثو لویې او وړې دورې، نبوي سیرت او د قران کریم د ژباړې درسونه ورکول کېږي او هره میاشت لسګونه تنه په یادو برخو کې دیني زده کړې کوي.
د هېواد د نورو زندانونو په پرتله په دغه زندان کې ډېری بندیان د زندان د مسوولینو له لوري شکنجه کېږي.
یوه اوونۍ وړاندې د دغه زندان بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی و، چې د زندان مسوولینو پرې برېښنا او اوبه بند کړي وو.
په مدرسو کې دهشتګردي ورزده کوي ، نو ځکه باید بندي شي ، اوس خو د زندانونه هم مدرسې جوړي شوي ، حکومت ته په کار دی ، چې پر زندانو نظر ثاني وکړي ، او بند يې کړي .
نا پیژانده ته جاهل یی له خبرو دی ښکاری چی کافر هم یی دتا ځواب پدی لیکنو او دلایلو نه تر سره کیږی ته د توری په ېبه ښه پوه کیږی الله به دی لاس ته راولی