افغانستان

امنیت شورا په بدخشان کې د چین پوځي مداخله نه مني

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): امنیت شورا په بدخشان کې د چینايي ځواکونو موجودیت رد کړی دی.

د امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې د رسنیو هغه راپورونه بې ځایه بلل شوي چې هلته يې د چینايي ځواکونو د مېشتېدو په اړه خپاره کړي دي.

تېره اوونۍ د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار له رسنیو سره په خبرو کې ومنله، چې چينايي ځواکونو ترې د پوځې اډو او ګډو ګزمو غوښتنه کړې ده.

بیدار دعوه وکړه چې دوی د چینايي خواکونو د ګزمو مخه نیولې او په وینا يې«له موافقې پرته داسې کار پر خپله خاوره څرګند تېرې ګڼو.»

چین وروسته له هغه په بدخشان کې د پوځي مداخلې هڅه کوي، چې تېرو څو اوونیو کې امریکايي بې دوه پنځوس الوتکو په دې ولایت کې دوه ځلې بمبارې وکړه.

د ناټو قومندان دعوه وکړه چې په دې بمبارۍ کې يې ګڼو طالبانو ته زیان اړولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x