fbpx
ټاپي پروژه
د ټاپي پروژې د پرانیستني مراسم

هرات: راتلونکې جمعه به د ټاپي پروژې د یوې برخې کار پیل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هرات ځايي چارواکي وايي، د راتلونکې جمعې په ورځ د ټاپي پروژې چارې په دې ولایت کې پیل شي.

د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد وايي چې د مراسمو لپاره يې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

د هغه په خبره په هرات کې د ټاپي پروژې د چارو له پیلېدو سره به شاوخوا اوه زره تنو ته کار پیدا شي.

فرهاد وايي د دې پروژې له پوره کېدو وروسته به په کال کې ۵۰۰ میلیونه ډالر افغانستان ته ګټه رسېږي او له پروژې سره څېرمه سیمو ته به په ټيټه بیه ګاز ورکول کېږي.

دا پروژه چې پکې ترکستان، افغانستان، پاکستان او هند شريک دي، لومړنۍ چارې يې د طالبانو په واکمنۍ کې پیل شوې.

د دې پروژې لومړنۍ چارې د وخت د بهرنیو چارو د وزیر مولوي وکیل احمد متوکل له لوري د یو پلاوي په ملتيا په ۱۹۹۷میلادي کال پیل شوې.

له وقفې وروسته يې پخواني ولسمشر حامد کرزي چارې پر مخ یووړې او د ۱۳۹۴ لمریز کال په لېندۍ میاشت کې يې چارې رسماً پیل شوې.

د دې پروژې له لارې به په کال کې ۳۳ میلیارده متره معکبه ګاز ولېږدول شي، چې په ترکمنستان کې له ۱۴۷ کیلومتره فاصلې وروسته د افغانستان له هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو پاکستان ته تېرېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د