هندي سړی، چې له ۲۹ کالو راهیسي په شا تګ کوي/ ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۳۹۶ل): د هند میټرو ویبپاڼې له مخې یو هندي سړی چې د مبایل پلورلرو کوچنی دوکان «هټۍ» هم لري له تېرو ۲۹ کلونو راهیسي په شا تګ کوي.

دغه سړی چې ماني مانیتا نومیږي او د هند تامل نادوا ایالت اګراهام کلي اوسیدونکی دی له تېرو ۲۹ کلونو راهیسي د هند په تیروپتور ښار او کوڅو کې په شا (ریورس) ددې لپاره تګ کوي، تر څو د نړیوالو پام سولې ته راوګرځوي.

نوموړي په ۱۹۸۹ز کال کې هغه وخت چې په هېواد کې کشمکش، ظلم او زیاتي زور واخیست تصمیم او پلان جوړکړ چې د یوه جالب کار له مخې به د نړیوالو پام سولې ته راوګرځوي، هماغه و چې له خپل کلي نه یې د چینایي ښار پورې ۳۰۰ میله لار پیدل په شا تګ پېل او ووهله.

ماني مانیتا ته په ورځني کارونو ترسره کولو کې هیڅ کومه ستونزه مخ ته نه ده ورغلې، او داسې یې عادت ګرځېدلی چې خپل اصلي تګ یې هیر شوی دی.

نوموړی وایي: ”شا تګ تراوسه په ورځني کارونو کې ماته کومه ستونزه نه ده جوړه کړې، او زه تر دې اندازې روږدې شوی یم چې اصلي «پرمخ» تګ له ما څخه هېر شوی دی“.

دی زیاتوي چې له نقلیه وسایلو د استفادې، له سړکونو څخه تېریدل، بس ته پورته کېدل او داسې نورو کارونو تر اوسه ماته ته کومه ستونزه نه ده جوړه کړې.

د ماني مانیتا ددې کار یو عمده علت دا هم دی چې غوښتل یې د هند ټولنیز شاته پاتې وضعیت خلکو ته انځور کړي او هغوی یو مثبت بدلون ته وهڅوي.

نوموړی وایي تر ټولو لوی هدف یې نړیواله سوله ده او هدف ته تر رسېدو به خپل تګ ته دوام ورکوي.

ویډیو وګورئ!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د