افغانستان

بادغیس: درې ترکمنستاني عسکر وژل شوي دي

سرچينې وايي چې په بادغیس کې د ترکمنستان پولې ته څېرمه درې ترکمني عسکر وژل شوي دي.
د بادغیس په بالامرغاب کې امنیتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، چې تېره شپه څو وسله والو د ترکمنستان پولې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې درې ترکمني عسکر ووژل.

د سرچينې په قول یاده پېښه د بالامرغاب په خواجه ګردو سیمه کې شوې ده. سرچینه وايي چې یاد مسلح کسان طالبان وو، او له وژل شويو عسکرو نه يې مهمات هم له ځان سره وړي دي.
یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې ترکمنستان پولې ته څېرمه ولایاتو نه داسې راپورونه ورکړل شول، چې ترکمني عسکر پنځوس کیلومتره وړاندې راغلي دي. دولتي مسوولینو راپورونه رد کړل ، مګر د سیمي اوسېدونکو ټینګار کاوه، چې ترکمني عسکرو له دوی نو مالونه بيولي دي.
تراوسه پورې د ترکمنستان دولت او طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x