زابل: امنيه قومندانۍ شاجوی کې اربکیان فعاله کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): زابل کې د دې ولایت امنیه قومندانۍ په یوه نسبتاً امن ولسوالۍ شاجوی کې اربکیان فعاله کړي دي.

د زابل امنیه قومندان جنرال میرویس نورزی چې دغه اربکیان «پاڅونوال» معرفي کوي وايي دوی پخپله له طالبانو سره د جګړې هوډ کړی، له موږ يې یوازې د تجهیزاتو مرسته غوښتې.

د نورزي په وینا ترې غوښتي يې دي، چې د ملي پولیسو په لیکو کې یو ځای شي، خو دې شاوخوا شپېتو تنو له حکومته د امکاناتو غوښتنه کړې ده.

لومړی ځل په ۲۰۱۲ میلادي کال د غزني په اندړو کې د «پاڅونوالو» تر نوم لاندې اربکیان فعال شول چې له درې کاله تېرېدو وروسته په سیمه کې جګړې د سلګونو ځوانانو ککرۍ وخوړي.

اندړ چې اوس پکې د اربکیانو محدود کسان د ولسوالۍ له تعمیر سره مېشت دي، د اربکیانو د ګڼو بد اخلاقیو، ظلمونو او وژنو شاهده ولسوالۍ ده.

هغه کسان چې د اربکیانو له لیکو ژوندي وتلي خپلې تېرې چارې د ځينو مشرانو لوبې بولي او مني چې غولیدلي و.

شاجوی چې ډېره سیمه يې د طالبانو په لاس کې ده، د زابل یو له هغو ولسوالیو ګڼل کېدله چې خلک پکې پخپلو چارو بوخت او امنیتي وضعیت يې ښه بلل کېده.