
د سرپل ولایتي شورا: د دغه ولایت۶۰ سلنه خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سرپل د ولایتي شورا غړي وايي، د دغه ولایت ۶۰ سلنه خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده او د ټاکنو د ۱۴۹ حوزو څخه یې ډېرې حوزې د طالبانو په سیمو کې دي، چې ټاکنې په کې ناشونې دي.
د ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني وايي، د ټاکنو کمېسیون د راتلونکو ټاکنو لپاره ۱۴۹ حوزې ټاکلي، چې ۶۵ سلنه حوزې د طالبانو په سیمو کې دي او طالبان په ټاکنو کې خلکو ته ګډون اجازه نه ورکوي.
د رحماني په خبره، د سرپل په ډېرو سیمو کې طالبان حاکم دي او د راتلونکو ټاکنو روڼتیا په دغه ولایت کې سر له اوسه تر پوښتنې لاندې ده.
د سرپل ولایتي شورا د راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښنه داسې مهال څرګندوي، چې د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د احتمالي ځنډ خبر ورکړی دی.
ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ پر ۱۶ مه ترسره شي؛ خو د روانو ناامنیو له امله راتلونکو ټاکنو ته اندېښنې ورځ تر بلې ډېرېږي.
له دې وړاندې بي بي سي هم په خپله څېړنه کې ویلي وو، چې اوس مهال طالبان د افغانستان پر ۷۲ سلنه خاوره حاکم دي او حکومت ته یوازې مرکزونه پاتې دي.