دفاع وزارت پر هوايي بریدونو د محدودیت ډاډ ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د راپور له خپرېدو وروسته د دفاع وزارت پر هوايي بریدونو د محدودیت ډاډ ورکړی دی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، له دې وروسته د افغان هوايي ځواکونو پر هوايي بریدونو محدودیت لګېږي او د جګړې په سیمو کې د ملکیانو ژوند ته پام کېږي.

د وزیري په خبره، یوازې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یوازې پر اردو محدودیتونه لګېدلي او له دې وروسته به پر نورو امنیتي ځواکونو هم ورته بندیزونه ولګېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم ورته ډاډ ورکړی، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره به ځانګړیو قطعو پر شپنیو چاپو محدودیتونه وضع شي.

تېره اوونۍ یوناما په خپل کلني راپور کې ویلي وو، چې په تېر یو کال کې لسو زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۴۲ سلنه پکې طالبان، ۱۲ سلنه افغان امنیتي ځواکونه او یوازې ۲ سلنه پکې بهرني عسکر ښکېل بلل شوي وو.

طالبانو د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي وو، یوناما د ملکي تلفاتو په اړه حقایق نه خپروي او اړخیز قضاوت کوي.
د دفاع وزارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي ډاډ داسې مهال ورکړی، چې تېره ورځ بهرنیو عسکرو د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې یو کور بمبار کړی و.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د