افغانستان

افغان خبریالانو د ټاکنو په ورځ د پېښو د نه خپرواي هوکړه وکړه

په هېواد کې د راروانو دویم پړاو ټاکنو په ورځ د افغان خبریالانو له خوا د پېښو د نه خپرواي هوکړه وشوه. نن په کابل کې د ګڼ شمېر رسنیو مدیران او خبریالان په یوه یوولس مادیز پرېکړه لیک سره قانع شول او دا يې ومنله، چې د ټاکنو په ورځ به د امنیتي پېښو راپورونه نه ورکوي.

په یاده ناسته کې د (نی) ریس صدیق الله توحیدي وویل، چې دغه پرېکړه نن په کابل کې د ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو د ځینو مشرانو او استازیو په توافق شوې ده، د نوموړي په خبره د امنیتي پېښو راپورونه به رسنۍ ځکه نه خپروي، چې د ټاکنو په ورځ خلک په ارامه فضا کې تر ټاکنو لاړشي او د وېرې اندېښنه ونه لري.
په پرېکړه لیک کې راغلي چې دې یوولسو مادو ته باید هره رسنۍ پوره درناوی ولري او باید عملي يې کړي. چې ټولو ته به ولېږل شي.
د ناستې د ګډونوالو په خبره په تېر ځل ټاکنو کې هم داسې هوکړه شوې وه، خو ځینو بهرنیو رسنیو لکه امریکاغږ، بې بې سې او دویچه وله له دې هوکړې سرغړاوی کړی و، چې دا ځل باید تکرار نه شي.
د هېواد دویم وار ټاکنوته  پوره اتلس ورځې پاتې په داسې حال کې چې د طالبانو بریدونو زور اخيستی او ولس د تېرو ټاکنو له ناخبره امنیتي پېښو ډېر په اندېښنه کې دی.
د شنونکو په باور د رسنیو دا ډول پرېکړه د ولس په حق کې زیاتی دی او ولس لا ډېر د امنیتي پېښو قرباني کېږي.
ځينې خلک اندېښنه لري،چې په تېرو ټاکنوکې ګڼ شمېر بریدونو او نا امنیو ته په کتو د دوی رايې بیا هم ارزښت پيدا نه کړ، ځکه خو به دوی په دې ځل ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
په تېرو ټاکنو کې د پېښو نه خپراوي په ولس کې د رسنیو ارزښت راښکته کړ،ځکه چې د ټاکنو د ورځې په ماښام په خپله چارواکو د ګڼو پېښو خبر ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x