د کندوز پخوانی والي او د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی؛ عبدالکريم خدام

د سمنګان والي هم د ارګ ګوښه کول نه مني/ ويډيو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د لغمان، کندوز، میدان وردګ، سمنګان او لوګر ولایتونو ته نوي والیان وټاکل؛ خو د سمنګان والي له اریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د یادې ادارې پرېکړه نه مني او د سمنګان د والي په توګه به پاتې کېږي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د بادغیس پخوانی والي انورخان اسحاقزی د لوګر د نوي والي په توګه، د فراه پخوانی والي ډاکټر شاه جهان د میدان وردګو د والي ځونډي ګل پرځای، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د کندوز د والي په توګه، عبدالطیف ابراهیمي د سمنګان د والي عبدالکریم خدام پرځای او د فراه پخوانی والي محمد اصف ننګ د لغمان د والیانو په توګه ټاکلي وو؛ خو نن د سمنګان ګوښه شوي والي عبدالکریم خدام د سیمه ییزو ارګانونو ادارې پرېکړه رد کړه.

عبدالکریم خدام تېر کال د سمنګان د والي په توګه ټاکل شوی و، چې تېره ورځ له دندې ګوښه او پر ځای یې د ولسي جرګې د رییس عبدالرووف ابراهیمي وراره عبدالطیف ابراهیمي د سمنګان د والي په توګه وټاکل شو.

دوې میاشتې وړاندې ارګ د بلخ والي عطاء محمد نور هم له واکه ګوښه کړی دی؛ خو د دوو میاشتو په تېرېدو نوموړی تراوسه د بلخ والي دی او د بلخ لپاره ټاکل شوي والي انجینر داود ته د کار موکه نه ده ورکړل شوې.

نوموړي ویلي، دی د ارګ پرېکړه نه مني او د جمعیت ګوند پرېکړې ته په تمه دی، چې له دندې یې ګوښه کوي او که نه.

عبدالکریم خدام د جمعیت ګوند غړی دی او د عطاء محمد نور له نږدې پلویانو نه ګڼل کېږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

که زه د بلخ یا سمنګان والی یا کوچنی بل کوم چارواکی هم وی ما هم د ارګ پریکړه نه منله ، غنی او عبدالله چه چا په چوکی کینویلی جان کیری هم له چوکی ایسته شوی نو غنی څوک دی چه بادار یی لا په چوکی نه وی زه وایم غنی اوس هم نیکمرغه دی چه د ری نیم کاله خو د نانځکو پاچا وو دا پاتی وخت دی همداسی په پټه خوله تیر کړی ځان دی نور نه شرموی چه اخر یی څوک په زوره لیری کړی او یا لا چا ډبولی او وژلی وی