د نفاق بله نښه لمونځ ژر ژر کول

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : په تېرو برخو کې مو د نفاق د تعریف او قسمونو په اړه خبرې وکولې دمنافقینو لپاره څه نښې او علامې دي په تېره برخه کې د منافقت په څو نښو لکه غدر (خیانت) درواغ بې وفایی او په نیکو عملونو کې سستیا، په عملونو کې ریا کولو باندې خبرې کړې وې د هغې برخې په تعقیب….

لمونځ ژر ژر کول

د منافقینو بله نښه داده چې کله هغوی لمونځ کوي هغوی یې ژر ژر کوي او صرف دا ښکاره کول غواړي چې دی هم لمونځ کوي او داسې سجدې کوي لکه مارغه چې په ځمکه باندې ټونګه وهي مخکې هم یو حدیث شریف تېر شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : تلك صلاة المنافق يجلس يرقب الشمس حتى إذا كانت بين قرني الشيطان قام فنقرها أربعاً لا يذكر الله فيها إلى قليلاً. صحیح مسلم

ترجمه : دا د منافق لمونځ دی ناست وي د لمر انتظار کوي تر دې چې لمر د شیطان د دوو ښکرو په مینځ کې شي نو پاڅیږي په ځمکه باندې څلور ټونګې ووهي الله جل جلاله پکې ډېر کم یاد کړي.

لمونځ انسان ته د الله تعالی جلج جلاله له لوري یوه غوره تحفه ده او یو غوره عبادت دی انسان یې باید د زړه په مینه سره وکوي او خوند ورڅخه واخلي حضرت ابو هریره رضی الله عنه فرمایي : یو سړی جومات ته راغلو او رسول الله صلی الله علیه وسلم د جومات په یوه اړخ کې ناست وو هغه کس راغی لمونځ یې وکولو بیا راغلو په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې یې سلام واچولو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه سلام ته وعلیکم السلام وویل او ورته یې وویل : ځه بېرته لاړ شه لمونځ وکوه تا لمونځ ونه کولو هغه کس لاړو بیا یې لمونځ وکولو بیا راغلو بیا یې سلام واچولو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه سلام ته وعلیکم السلام وویل او ورته یې وویل : ځه بېرته لاړ شه لمونځ وکوه تا لمونځ ونه کولو تر دې چې دا کار یې ورباندې درې ځله وکولو بیا سړي وویل : زما دي په هغه ذات قسم وي چې ته یې په حقه را لېږلی یې د دې نه ښه مې نور نه دی زده ته یې راته وښایه رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : کله چې لمانځه ته پاڅېدې نو په ښه توګه اودس وکوه بیا قبلې ته مخ کړه الله اکبر ووايه او د قرآن کریم نه چې څه درته اسانه وي هغه ووايه بیا رکوع وکوه چې په رکوع کې په ښه توګه مطمئن شې بیا سر پورته کړه نېغ ودرېږه بیا سجده وکوه چې په سجده کې ښه مطمئن شې بیا سر پورته کړه (کینه) تردې چې په ناسته کې ښه مطمئن شې ، بیا سجده وکوه تردې چې په سجده کې ښه مطمئن شې ، بیا سر پورته کړه تردې چې په ناسته کې ښه مطمئن شې بیا دي په ټول لمانځه کې همداسې کوه . صحیح البخاري او مسلم

او په یوه حدیث شریف کې له ژر ژر لمونځ کولو نه سخته منع راغلې ده د حضرت ابی مسعود الانصاري البدري رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : لَا تُجْزِئُ صَلَاةٌ لَا يُقِيمُ فِيهَا الرَّجُلُ صُلْبَهُ فِي الرُّكُوعِ وَالسُّجُودِ . سنن الترمذي

ترجمه : په کوم لمانځه کې چې په رکوع او سجده کې د لمونځ کوونکي شا سیده نشي (په سمه توګه په ارام سره رکوع او سجده ونه کوي) لمونځ یې نه کیږي.

نو که په مونږ کې دا عادت وي چې لمونځ ژر ژر کوو ، له لمانځه نه کوښښ کوو ژر ځان خلاص کړو چې دکان ، دفتر او کار ته ورڅخه خلاص شو ، په رکوع او سجده کې اطمنان او دمه نه کوو ، کله چې ولاړ وو نو ژر ژر خوله ښوروو چې ژر ژر لمونځ ختم شي ، سجدې مو لکه په ځمکه باندې د مرغانو ټونګې داسې وي نو باید پوه شو چې په مونږ کې هم د منافقینو یو عادت راغلی دی باید څومره چې ممکن وي ژر ورڅخه ځان خلاص کړو.

د الله جل جلاله ذکر لږ کول

الله تعالی جل جلاله د منافقینو بل صفت او علامه دا بیان کړې ده چې هغوی ذکر لږ کوي الله تعالی فرمایی : إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا (142). سورة النساء

ترجمه : بېشکه منافقان ټګي کوي (په ښکاره کولو د اسلام او پټولو د کفر) له الله تعالی سره او الله تعالی سزا ورکوونکی دی د دوی (د دې ټګی په سبب ) او هرکله چې پاڅیږي دغه (منافقان) لمانځه ته نو پاڅېږي سست کاهلان ښيي دوی خلقو ته (ځان خپل چې مونږ هم مسلمانان یو) او نه یادوي دوی الله تعالی مګر (ریایي یادول) لږ .

ځکه چې منافقین په خپل ژوند ، کاروبار او روزګار کې مصروف وي نو د الله جل جلاله د ذکر وخت ورسره ډېر کم وي علماء کرام فرمایي سره د دې چې د اکثرو مسلمانانو به هم همدا حال وي لکن الله تعالی د منافقانو ذکر ته لږ ذکر وویلو ځکه چې دوی که یو څه کوي هغه هم ددې امله کوي چې ځان مسلمانانو ته ور ښکاره کړي نو هغه ذکر یې هم ځای نه نیسي نو ډېر کم شي.

امام جصاص رحمه الله فرمایی الله تعالی د منافقینو ذکر ته لږ ذکر وویل ځکه چې اګر که دوی ددې لپاره چې ځان مسلمانانو ته ورښکاره کړي ښه ډېر ذکر کوي ، عبادتونه کوي ، طاعتونه کوي لکن څرنګه چې د دوی په ښه نه ورځي نو الله ورته لږ ذکر وویل .

یو بل عالم ابن عاشور رحمه الله فرمایي : الله تعالی دمنافقینو ذکر ته ذکر قلیل (لږ ذکر) وویل ځکه چې هغوی کله د مسلمانانو سره په لمانځه ولاړ وي نو هغوی ددې لپاره چې ځان خلکو ته ښه تقوی دار ور ښکاره کړي څه تسبیح په ښکاره ووایي بس همدا یې ذکر دی نور په لمانځه کې سبحان ربی الاعلی ، سبحان ربی العظیم او نور کلمات دوی نه وايي ځکه د دوی لمونځ صرف ددې لپاره وی چې نورو مسلمانانو ته یې ورښکاره کړي او معنویت نه لري .

رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافقانو د لمانځه په اړه فرمايي : تلك صلاة المنافق يجلس يرقب الشمس حتى إذا كانت بين قرني الشيطان قام فنقرها أربعاً لا يذكر الله فيها إلى قليلاً. صحیح مسلم

ترجمه : دا د منافق لمونځ دی ناست وي د لمر انتظار کوي تردې چې لمر د شیطان د دوو ښکرو په مینځ کې شي نو پاڅیږي په ځمکه باندې څلور ټونګې ووهي الله جل جلاله پکې ډېر کم یاد کړي .

امام الزمخشري رحمه الله ددې آیة په تفسیر کې فرمایي : معنی دا چې منافقین د الله ذکر ډېر کم کوي او په اوس وخت کې اکثر هغه کسان چې خپل ځان ښه مسلمان ښکاره کوي که د هغه سره په ورځو او شپو ملګرتیا وکوې د هغه څخه به سبحان الله او لا اله الا الله او یا الحمد لله وانه ورې بلکه صرف د دنیا خبرې به کوي چې هر وخت به ورباندې مصروف وي .

امام رازي رحمه الله فرمایي دا چې الله تعالی فرمايي چې دوی ډېر کم ذکر کوي معنی یې داده چې منافقین ډېر لږ لمونځ کوي یعنی دوی لمونځ صرف هغه وخت کوي چې کله له دوی سره خلک وي او دوی لمونځ هغه وخت کوي کله چې دوی خلک ویني او که داسې ځای وي چې خلک دوی نه ویني بیا دوی لمونځ نه کوي .

امام قتادة رحمه الله فرمايی : الله تعالی د منافقینو ذکر ته قلیل (کم ذکر) ددې امله وویلو چې الله تعالی د دوی دا ذکر نه قبلوی او هر شی چې الله تعالی قبول کړي هغه ډېر وي او چې الله تعالی یې قبول نه کړي نو که هرڅو زیات وشي هغه لږ وي .. …نور بیا ان شاء الله

زما د بحث مراجع:
قرآن کریم
صحاح الستة
مسند الامام احمد بن حنبل رحمه الله
کابلی تفسیر (د آیتونو ټولې ترجمې له همدې څخه دي) .
فتح الباري
طریق الهجرتین
مدارج السالکین
الوابل الطیب
جامع العلوم و الحکم
احیاء علوم الدین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د