نظــر

د مومندو شورا او مومند به پښتنو او افغانستان ته ملامته وي

د افغانستان د ۱۳۹۳ لمريز کال ټولټاکنو د ډیرو کسانو اصلي څيرې رابرسيره کړې او دا یې څرګنده کړه چې د دې څيرو موخې په افغانستان کې څه وي او دوی په خپله ټولنه او خپل ولس کې څومره هيثيت  او ارزښت لري. ناوړه او کرغيړن زاړه روابط او زړې ګټې رابرسيره شوې او د هرچا سر د کورنۍ او بهرنۍ سوړې څخه راووت.

څو ورځې وړاندې د مومندو شورا د ډاکټر عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او دا راز دا شورا د پښتنو د دښمنانو ترڅنګ ودريده. په دې کې هم شک نشته چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ترڅنګ هم د پښتنو قاتل عبدالرشيد دوستم او ځينې هغه پښتانه ظالمان ولاړ دي چې په پښتنو یې په کلونو کلونو ظلمونه او تيري کړي دي، مګر که په مقايسوي توګه یې تاوان ته وګورو، نو دې قاتلانو او ظالمانو پښتانه په ځاني ټوګه وژلي دي، مګر ډاکټر عبدالله او ملګرو یې نه يواځې پښتانه په ځاني توګه وژلي دي بلکې د پښتنو جرړې یې د بيخ څخه ختمې کړي او لا ختمول یې غواړي.

په اوسني کرغيړن نظام کې د شورای نظار، جمعيت اسلامي، خليلي او محقق ډلې د قدرت په دويمه او دريمه څوکۍ ناست دي او د خپل واک څخه په استفادې سره یې د پښتنو حقوق تردې حده د پښو لاندې کړي چې د پښتنو راتلونکی سياسي، اقتصادي، کلتوري او علمي مومجوديت یې د زوال تر سرحده رسولای دی. په حکومت کې د دوی واکمني روانه ده. د هيواد پوليس، پوځ او امنيت د دوی په لاس کې دی او هروخت چې وغواړي يو مخالف کس له مينځه وړای شي. په پوهنتونونو کې داخليدل او بهرنيو هيوادونو ته بورسونه ټول د دې ډلو ملګرو او قوميانو ته ورکول کيږي او پښتانه ترې بې برخې پاتې کيږي. د پښتنو په جامه د پښتنو دښمن حمید کرزی او د هغه په نوم پښتانه ملګري چې د مشاورينو، وزيرانو، وکيلانو او نورو لوړو مصبونو پر څوکيو ناست دي، د دې ظلم او تیرې ننداره کوي او خپل جيبونه ډکوي. که ډاکتر عبدالله د ۱۳۹۳ لمريز کال په ټاکنو کې بريالی شي نو پښتانه به د موجوديت له خطر سره مخ شي. بيا به پښتانه د خپل ځان د خلاصون لپاره يا ټوپک ته لاس کوي او يا به هم د نابودۍ او بربادۍ واقعيتونه مني.

د مومندو قومي شورا ولې د ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ وکړ. ډاکټر عبدالله د پښتنو لپاره او په ځانګړې توګه د مومندو لپاره څه کړي دي؟ په دې کې شک نشته چې ډاکټر عبدالله د مومندو ډيرو ملکانو، خانانو او په ځانګړې توګه فريدون مومند ته ډیرې بډې ورکړي، زړې اړيکې ورسره لري چې دا اړيکې نه يواځې د افغانستان په چوکاټ کې دي بلکې دا کسان د پاکستان د استخباراتو آی ايس آی زاړه له لارې هم د ډاکټر عبدالله سره نوې او زړې اړيکې لري. که د آی ايس آي اړيکې نه وي نو څنګه کيدی شي چې د فريدون مومند ورور دې د پاکستان په پارلمان کې غړی وي. د پاکستان حکومتي چارواکو او د آی ايس آی مشرانو او غړو د ټولټاکنو په لومړي پړاو کې د ډاکټر عبدالله د برياليتوب ډنډورې وهلې. که آی ايس آی کومه سياسي موخه نه لري نو ولې  یې په افغانستان کې د ډاکټر عبدالله په پلوتيا خبرې او تبصرې کولې.

دلته دا پوښتنه مطرح کيږي چې آیا د مومندو قومي شورا د آی ايس آی په اشاره او لارښودنه کار کوي او که د مومندو شورا فريدون مومند په آی ايس آی خرڅه کړې ده؟ که خبره د آی ايس آی په لاره تلل وي نو دا ډیر د شرم خبره ده چې د مومندو دروند قوم آی ايس آی ته د خدمت په نوم بدناميږي.  تر ټوله مهمه پوښتنه داده چې د مومندو قومي شورا څومره په رښتيا سره د مومندو د قوم نمايندګي کوي. آيا مومند قوم دې شورا ته دا مشوره ورکړې چې د ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ وکړي. که د لومړي دور د ټاکنو نتايجو ته وکتل شي نو څرګنديږي چې ډاکټر عبدالله په کامه، ګوشته، مومندره، بانډه، او لعلپوره کې تر ټولو څخه کمې رایې وړي دي. د مومندو په غرنيو سيمو کې خو لا رایې هم نه دي اچول شوي. د مومندو شورا د کوم صلاحيت پراساس د ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ اعلانوي. دا راټول شوي په پيسو اخستل شوي ملکان او خانان چا د مومندو استازي ټاکلي دي. د مومندو په کومو ولسواليو کې پوښتنه او ټاکنې شوي او دې شورا ته یې استازي ليږلي دي.

مومند یو له وياړ څخه ډک تاريخ لري. که د مومندو د نومياليو او مشرانو د نومونو په يادولو پيل وکړم نو خبره ډيره اوږديږي خو لنډ به ووايم چې مومند د ايمل خان بابا او لوي پښتنون وزير محمدګل خان بابا قوم دي. په مومندو کې د چکنور ملاصاحب په څير غازيان تيرشوي. مومندو د بيزي صاحب په څير خدايي خدمتګاران درلودل. د مومندو د ادب او پوهې وياړ حميد بابا، رحمان بابا، پوهاند صديق الله رښتين او قلندرمومند دي. مومندو يواځې د ځمکې پرمخ خپله پوهه او هسکتوب نه دی څرګند کړی بلکې په فضا کې یې هم  خپل غښتلتوب د عبدالاحد مومند په وجود کې ثابت کړی دی. مومند اوس هم نومیالي لري چې شمير یې دلته نه ځاييږي.

نو ای مومنده، ای د ايمل خان او محمدګل خان بچيه: آيا ته خپل وياړ، خپل عزت خپله توره او خپل تاريخ دې څو لاسپوڅو او پلورل شوو ملکانو او خانانو ته ورسپارې؟ آيا ته مسئوليت نه لري چې د دې کسانو څخه پوښتنه وکړې چې دوی ولې د مومندو عزت او حيثيت د ډالرو او کلدارو په مقابل کې خرڅ کړ؟ ته ولې نه راپورته کيږي او د دې خلکو نه د خپل حيثيت او عزت پوښتنه نه کوي؟ که د خپل ځان، خپل حيثيت او خپل عزت پوښتنه ونه کړې نو دا کسان به همداسې ستا په سر لوبې کوي، حيثيت او عزت به دې د پښو لاندې کوي او د پښتنو په دښمنانو به خرڅيږې.

که په هيواد کې دننه او د هيواد څخه بهر مومند خپل تاريخي رسالت ترسره نه کړي او د دې کرغيړن عمل په مقابل کې اقدام ونکړي نو د راتلونکې افغانستان د بربادۍ او د پښتنو د ورکې، تباهۍ او سپکوالي مسئوليت به هم د دوی په غاړه وي. ای مومنده: دا ضروري نه ده چې ډاکتر عبدالله پرځای د اشرف غني څخه ملاتړ وکړې، مګر د پښتنو د دښمن څخه ملاتړ خو ملاتړ مه کوه.

کابل، ۱۳۹۳/۳/۶

حميد اکبر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x