عیسائیت په افغانستان کي (۲٦)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

په افغانستان کي دعیسائیت خپرولو سرچینې

لکه څرنګه چي مخکي مو ورباندي رڼا واچول چي په د عیسائیت په خپرولو کي د خارجي مؤسساتو لوی لاس دی، دغه مؤسسې زموږ افغانانو د فقر، بې وزلۍ او جنګ جګړو څخه په استفادې خپل کار مخې ته بیایي، او د ناټو او امریکا تر سیوري لاندي راځي او اسلامي امت مرتد کوي، داچي د افغانستان په شمال کي نسبتا آرامي ده هلته ددوی مبشرین راځي او د عیسویت لپاره یې بپتسمه ورکوي، چي ددې مؤسسو څخه یې د ((پت)) ، ((امګا))، ((جګ لندن))، ((WCF)), ((NCA)) او نور… په نوم مشهورې مؤسسې دي چي دا کار پر مخ بیايي، دغه مؤسسې لاندي فعالیتونه کوي:

۱: د عیسائیت په هکله کتابونه چاپوي، لکه بایبل او نور… په افغاني ژبو سره او وړیا یې په هیواد کي ویشي، دغه کتابونه په ښه کیفیت او ښه رنګ سره چاپیږي ،په دې کتابونو کي داسي جذاب عکسونه وي چي له ورایه ځوانان را جذب کړي، او په هر عکس کي په پوره مهارت سره د عیسائیت پېغام پروت دی، یواځي په شمال کي تر ۴۰۰۰۰ زره ټوکه پوري فارسي بایبلونه او نور کتابونه په ۱۳۸۶ لمریز کال کي وړیا ووېشل سول.

۲: دعیسائیت د ترویج لپاره یې کتاب پلورنځۍ او کتابتونونه هم په کار اچولي دي، لکه په کندهار کي ((کوثر)) کتاب پلورنځي او په شمال کي د ((دقیق بلخي)) او ((امیر علی شیرنوايي)) کتاب پلورنځۍ او کتابتونونه، همداسي په هرات کي، په کابل کي، په بامیان او نور ډیرو سیمو کي دا فعالیت روان دی.

۳: د عیسائیت د خپرولو لپاره د ځوانانو د جلب اوجذب لپاره دوی تربیوی کورسونه او سنترونه تأ سیس کوي، چي ځوانانو ته د انګلیسي ژبې، د کمپیو ټر او نور فرهنګ د زدړه کړي تر سیوري لاندي عیسائیت ورته تبلیغوي، یو هغه کورسونه دي چي خپله افغانانو شخصي جوړ کړیدي هغه دا کار نه کوي، او یو هغه علمي او فرهنګي مرکزونه دي چي د مؤسساتو له لورې جوړ سویدي.

۴: علاوه د چاپي کتابو څخه د سیډیانو، میموریانو، اډیو او ویډیو فلمونو څخه هم په پرېمانه اندازه سره کار اخلي، لکه دغه یې نمونه ده، لاندي عکسونو کي.

۵: دغه مؤسسات یوه بله لاره هم پر مخ بیايي، هغه دا چي مسیحي ورځي لمانځي لکه د کرسمس لمانځل چي په کابل کي د ((اُمګا)) مؤسسې له لوري و لمانځل سو، چي ډېر لګښت او ډېره خرچه یې کړې وه، هر څه پکښې وه، فحاشي، شراب او نور…

۶: په خصوصي ډول سره و خلکو ته د مسیحیت دعوتنامې لیږي، لکه دغه یوه بلنه چي د هندوستان څخه یوه ولسوال صاحب ته راغلې وه، چي تاسو یې بلنه او ټکیټان هم لیدلای سئ.

www.hawzah.net
www.eslahonline.net
www.eslaponline.net/?pHYPERLINK “http://www.eslaponline.net/?p=7629&fdx_switcher=true”=HYPERLINK “http://www.eslaponline.net/?p=7629&fdx_switcher=true”7629HYPERLINK “http://www.eslaponline.net/?p=7629&fdx_switcher=true”&HYPERLINK “http://www.eslaponline.net/?p=7629&fdx_switcher=true”amp;fdx_switcher=true

په افغانستان کي د عیسائیت د مخنیوي لارې چارې

۱: د افغانستان اسلامي دولت څخه مو لطفاً دا غوښتنه ده، چي که چیري دولت پوه سي چي دغه خارجي مؤسسه یا اشخاص افغانان مرتدوي او عیسائیت ته یې اړوي و هغو ته اجازه ورنکړي.

۲: که فرضاً یوه مؤسسه د مرستو تر سرلیک لاندي راسي او بیا دولت خبر سي چي دغه ډله خلک یا مؤسسه افغانان مرتدوي دولت باید هغه اورګان مجازات کړي، او قانوني چلند ورسره وکړي.

۳: ټول علمي قشر، علماء کرام،طلباء کرام، د پوهنتونو استادان، معلمین، محصلین، متعلمین او په مجموع کي د علم او عرفان خاوندان باید دې ته متوجه اوسې، او خپل اولس ویښ او باخبره و ساتي، د منسوخ سوي او فسخ سوي دین عیسائیت په هکله اولس پوه کړي، چي په دغه ارتداد کي د اخرت خو هیڅ ګټه نسته بلکې ددغه مرتد ځای دایمي جهنم دی، او اخرت د یو څو پیسو، امتیاز او وظیفې لپاره مه معامله کوئ.

۴: هغه پښتو/فارسی بایبلونه چي د افغانانو لپاره د انجبلونو په نامه سره چاپ سویدي دا هغه انجیلونه نه دي چي پر سیدنا حضرت عیسی علیه السلام باندي نازل سوي وه، بلکې دغه اوسني انجیلونه نوم ورکو کسانو لیکلي دي، او نورو ته یې منسوب کړیدي، که چیري تاسي د بایبل او مروجه انجیلونو په هکله معلومات لاسته راوړل غواړئ تاسی کولای سئ زما دغه چاپ سوي کتابونه درسره مطالعه کړئ:

زما مناظره د یوه عیسايي راهب سره.

– بایبل پېژندنه.

– سوال ځواب.

– زه ولي مسلمان سوم؟

۵: د یوه کال په جریان کي موږ ته ډېر داسي لیکنې راغلي دي، چي مرتدین په ګران هیواد کي په پښتو او دري ژبو سره افغانان وعیسائیت ته دعوتوي، هغو ته بلنې ور لیږي، شپه او ورځ پر ماشومانو، ځوانانو، نر او ښځو باندي کار کوي، چي عیسائیت ته یې واړوي، که چیري تاسې له داسي بلنو او بحث سره مخامخ سواست تاسي کولای سئ زموږ سره اړیکه ونیسئ، تر څو ددوی هلې ځلې د عقل او نقل په رڼا کي خنثی کړو. ان شاء الله.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د