fbpx

غزل / منیب

رحمت الله منیب

دا تړمې اوښکې به سیلاب شي او جهان به یوسي
خو یو ارمان به مي ارمان شي او ارمان به یوسي

یو وخت به داسئ پوکی راشي په دا ټوله نــــــړۍ
چې زمکه څه کوې دا پورته شین اسمان به یوسي

کــــــــه د خـــــزان سهیل راوختی او ویې لیدې
دا ښکلې پاڼې به را توی کړي او گلان به یـوسي

پام دي وي داسې هم کیدلی شي امکان لري چې
تا ته به هغه دغــه وایي خـــو ایمــــان به یوسي

ځکــــــــــــه مې نه منل منیبــــه او انکار مې کاو
یقین مي نه و چې رقیب به شي جانان به یوسي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د