نظــر

د محقق بیځایه تشویش – محمد رفیع یادګاری

تیره شپه ۲۶/۲۷ /۵/ ۲۰۱۴/ په طلوع نیوز کی ښاغلی محمد محقق د ډاکتر عبدالله عبدالله او د اصلاحات او همپالنی د ټیم دویم مرستیال میلمه و او یوه ځانګړی مرکه یی لرله ،ښاغلی محقق د خپلی مرکی په یوه برخه کی ډیره ژوره اندیښنه وښوده چی که  د انتخاباتو  کمیسیون د دار الانشاء ریس ښاغلی امرخیل له دندی ګوښه نه شی نو دی به په پراخه کچه یوه نوماند ته د تقلب لاره هواره کړی او په راغونډ شویو رایو کی  درغلی وکړی چی داکار به یی زمونږ د ټیم لپاره د منلو وړ نه وی ،

محقق له انتخاباتی کمیسیون او اړونده چارواکو و غوښتل چی ښاغلی امرخیل له دندی ګوښه او په کور یی کښینوی، خو د محقق دغه اندیښنه د انتخاباتو د کمیسیون ویاند ښاغلی نور په کلکو الفاظو رد کړ.

تر کومه ځایه چی مونږ ته معلومه ده ښاغلی امرخیل نه د کوم نوماند پلوی او نه هم مخالف دی او په ډیر صداقت او کمال ایمانداری سره خپل مقدسه وظیفه اجرا کوی ، او دا هم د حیرانتیا خبره ده چی په ټوله کمیسیون کی دی د دارالانشاء ریس دومره تقلب وکولای شی چی یو نوماند کامیاب او بل ناکام کړی، او هغوی دی ته اړ کړی چی د ده په خلاف شکایت وکوی ، متل دی وایی یو بام دوه هوا ، که  د تقلب موضوع وی نو بیا خو د تحول او تداوم ټیم هم دا حق لری چی د یوې ښځینه او دوه نارینه و کمشنرانو په خلاف شکایت وکړی او دهغوی د ګوښه کولو غوښتنه وکړی چی د اصلاحات او همپالنی باطلی شوی رایی باطل کیدو ته پرینښودی ، وایی یوه ګوته بل ته دری ګوتی ځانته .

زما په آند د تقلب موضوع به د اصلاحات او همپالنی ټیم ته دومره مطرح او جدی نه وی ځکه چی دوی پخپله په تقلب او جعل باندی روږدی  خلک دی.

اصل ډرامه به څه وی؟

د دوی اصلی ډار له کومی ناحیی څخه ده ؟

ولی په ټول کمیسیون کی یواځی امرخیل صاحب ؟

دا هغه پوښتنی دی چی انسان دی ته اړ باسی چی د پردی تر شا په هغه توطیو او دسیسو فکر وکړی چی د پیړیو راهیسی د پښتون قام پر ضد روانه ده او د ودریدلو نوم نه اخلی ، زما نظر دا دی چی په اصلاحات او همګرایی ټیم کی له ټولو څخه مخکښ او غښتلی پدیده تعصب ده او د دوی دا اندیښنه هم د تعصب له کومی  کوهی خړوبیږی ، د تعصب یو کوچنۍ نمونه به یی هم دوستانو سره د ثبوت په ډول شریک کړم ، په اول دور انتخاباتو کی ډاکتر عبدالله عبدالله په هر پښتون میشت ولایت کی ښی ډیری رایی لرلی یعنی پښتنو ثابت کړل چی تعصب نه کوی او نه ورباندی باور لری  خو د پنجشیر په ولایت کی د داکتر اشرف غنی ټول ټال پنځه رایی هم نه وی چی دا د تعصب شتون ښکاره کوی، نو تعصب خو ښکری نه دی چی په سرونو مو را شنه شی.

راځم اصل موضوع ته چی ولی دوی غواړی ښاغلی امرخیل له دندی ګوښه کړی؟ ښاغلی امرخیل یو با استعداده تکړه ځوان دی چی تل په خپل مورنۍ ژبه خبری کوی او ورباندی ویاړی چی همدا خبره د دی لامل شویده چی اصلاحات او همګرایی دی ته و هڅوی چی د داسی یو ځوان پښتون کدر څخه چی هره ورځ میډیا کی سر را ښکاره کوی او په دلیل او منطق په فصیح ژبه خبری کوی له شتون څخه ځان بیغمه کړی ، د دی خلکو  خو دا تلپاتی کوښښ دی چی د دنیا خلک دی پښتانه په ترهګر او دهشتګرد نومونو و پیژنی او له هر راز تمدنی پرمختګ څخه یی په شا ټیله کړی ، نن امرخیل صاحب د خپلی بی طرفی او اعتماد پر نفس امتحان داسی ورکوی چی د اصلاحات او همپالنی ټیم یی له دندی څخه د ګوښه کولو لپاره له ټولو شته امکاناتو څخه کار اخلی ، حیران یم چی د هغو پښتنو به څه انجام شی چی له دغه ټیم څخه ملاتړ کوی ؟ محقق په څو څو واره د آمنیت ملی د پخوانی مشر امر الله صالح لخوا ایران ته په جاسوسی هم تورن شویدی خو محقق به د امر الله صالح دغه خبره په شوخی تیروله او صالح به یی یو نا سالم شخص باله .

په یاد مو راولم چی څه موده وړاندی هم ښاغلی احمد ضیا امرخیل  په طلوع نیوز کی د دی لپاره په تعصب تورن شو چی ولی پخپله مورنۍ ژبه خبری کوی  خو د امر خيل صاحب ځواب کټ مټ داسی نه خو دی ته ورته وه چی

لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم
که خزان راباندی زاسی که بهار

محمد رفیع یادګاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x