شعـــــرونه

دزړه وینه/طالب الهام

غزل

چې کووم چاسره مینه تریو وخته
ښه مې وڅکي دزړه وینه تریو وخته

چې ګوزاردسپینوتورودې ونه خوري
مات به نشې سپین جبینه تریو وخته

چې ترڅو دیار په سینه پروت وې
خوند به واخلې لونګینه تریو وخته

چې دې مخ مدام په اوښکوباندې مینځې
توربه نشي تکه سپینه تریووخته

چې شي سترګې پې خوږې دچاپه وجه
دومره ښه لګیږي ښینه تریو وخته

چې هیوادموپه ارام شي ستاله شره
خدای دې ورک کړه ګلبدینه تریو وخته

چې طالب الهام دې سم په مینه موړشي
بیاېې پرېږدوه شیرینه تریو وخته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x