شعـــــرونه

لکه اوښکه/ منیب

رحمت الله منیب

لکه اوښکـــــــه له ژړا ســــــــره راوزم
له فــــریاد او واویــــــلا ســــره راوزم

د ژړا او غـــم وختــونه دلته ډېـــــر دي
خدایه څه وخت به خنــــدا سـره راوزم

دغـه درد چې د زړه په مینځ کې اوسې
وایي زه خـــــو له مسکا ســــــره راوزم

توره شپه کې لکه ستــوری ور: سره یم
چې سبا شي هم رڼـــا ســــــره راوزم

په رقیب د نهیلي اورونــــه بــــــل شي
زه مجنـــون چې لـــه لیلا ســره راوزم

دا لمـــرګلي ملامت نه دي منیبـــــــــــه
چې مین شــــوم اوس له تا سره راوزم

18/02/2018

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

ښکلى شعر خو د (ځ) ځاى په (ز) مه بدلوئ، ژبه کې ناسم انډول راولي. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x