کرېکټ: انګلستان نیوزېلنډ مات کړ خو بریا یې خپله نه کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د انګلستان او نیوزېلنډ ترمنځ په شل اوریزو نیمه پایلوبې سیالۍ کې نیوزېلنډ ماتې وخوړله خو بیا یې هم پایلوبې ته لار وموندله.

د شل اوریزو لوبو په دغو سیالیو کې انګلستان لوبډله له یو شمېر ستونزو سره مخ وه، چې په پای کې نیوزېلنډ ته له هدف ټاکلو نه وروسته دوی ته په کار وو چې د شل منډو په توپیر یې نیوزېلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وای خو ونه توانېدل او د ۲ منډو په توپير یې لوبه وګټله.

د استرالیا، انګلستان او نیوزېلنډ ترمنځ درې ملکي (ټرای) سیریز کې استرالیا پخوا پایلوبې ته لار موندلې وه چې اوس نیوزېلنډ لوبډلې په غوره اوسط سره انګلستان مات کړ او استرالیا سره به پایلوبه کې مخامخ کیږي.

ننۍ لوبه کې لومړی توپوهنه انګلستان وکړه، چې د لوبډلمشر ایون مورګن په چټکه توپوهنه یې نیوزېلنډ لوبډلې ته په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۵ منډې وټاکه، مورګن د ۶ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۸۰ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د نیوزېلنډ لوبډلې چټکه توپوهنه ترسره کړه، چې ددوی لومړی او په نړیوالو شل اوریزو سیالیو جدول کې لومړی توپوهونکی کولن مونرو یوه بله چټکه (۱۸ توپونو) نیمه سلیزه ترسره کړه، نوموړي په ۲۱ توپونو د ۷ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته ۵۷ منډې جوړې کړې، چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې شپږمه چټکه نیمه سلیزه ده.

وروسته د انګلستان سوکه توپ اچوونکي ښه وځلېدل او ددوی په ګټه کې ښه ثابت شول، چې په پای کې نیوزېلنډ د ټولو اورونو په ختمېدلو ۱۹۲ منډې جوړې کړې.

لکه څنګه چې انګلستان ته پکار ول چې د ۲۰ منډو په توپير به نیوزېلنډ ته ماتې ورکوي تر څو پایلوبې ته لار وموندي، خو ونه توانېدل چې په دومره منډو ماتې ورکړي چې له امله یې د سیریز څخه بهر شول.

د یادونې وړ ده چې د استرالیا او نیوزېلنډ ترمنځ د شل اوریزو سیالیو پایلوبه به په آکلینډ ایډن پارک لوبغالي کې په ۲۱ فروري ترسره کیږي، دا هغه لوبغالی دی چې درې ورځې مخکې استرالیا د نیوزېلنډ په وړاندې نړیوال ریکارډ جوړ کړ او تر ټولو ستر هدف په پوره کولو بریالي شول.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د