
د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د بې کاري سلنه نوره هم لوړه شوې ده
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کار او ټولنیزو چار وزارت وايي په هېواد کې د بې کاري سلنه نوره هم لوړه شوې ده.
د دې وزارت وزیر فیض الله ذکي پرون، په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د بې کاري کچه دوه سلنه لوړه شوې ده.
په ورته وخت کې د کارګرانو اتحاديه وايي، حکومت د کاري زمینو په برابرولو کې پاتې راغلی دی.
د دې اتحاديې مشر معروف قادري وايي چې د دوی د معلوماتو پر بنسټ هر کال شاوخوا ۴۰۰ زره بشري ځواکونه کاري میدان ته راوځي، خو په مقابل کې يې کاري فرصتونه نشته.
د ګډ حکومت له واکه درې کاله تېرېږي، خو لا هم پخپلو لومړنیو ژمنو کې پاتې ښکاري.
تېره ورځ اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم دا پړه ومنله او حکومت يې د کاري فرصتونو د نه برابرولو له امله ملامت وباله.
هغه چې پخپله د نیم حکومت شریک دی، په ګیله من انداز يې حکومت د بې کارۍ، فقر او نا امنۍ له امله پړ وګاڼه.
د شنونکو په باور د فقر او اقتصادي کمزورۍ لوی علت بې کاري ده، چې زموږ د ټولنې د ځوانې طبقې لویه برخه ورسره لاس او ګرېوان ده.