د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سعودي ته تللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امنیت شورا دفتر وايي د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سعودي عربستان ته تللی دی.

د دې دفتر د خبرپاڼې له مخې نوموړی نن یکشنبه د سعودي عربستان د شهزاده په غوښتنه هغه هېواد ته سفر وکړ.

د سرچينې په وینا نوموړی به له سعودي چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

حنیف اتمر په داسې حال کې سعودي عربستان ته سفر کوي، چې دوه ورځې وړاندې ځينو سرچینو د نوموړي او طالبانو د خبرو راپور ورکړ.

اسوشیټيډ پریس پخپل راپور کې ویلي و، چې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، بې له دې چې د یو بل په اړه معلومات ولري له طالبانو سره په پټو خبرو بوخت دي.

امنیت شورا تېره ورځ دا راپور ناسم وګاڼه او ويې ویل چې اتمر به د هغه چا چې ټوپک پر ځمکه کېږدي، د سولې شورا له لارې هرکلی وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د پشتو یوه ډرامه می کتله یو کس په کی ډیر لوده او ابلهانه ګډی وډی ویلی او ګډود کړنی یی تر سره کولی نو یو استاذ رقمی پوه کس یی په اړه له ډیری ناامیدی وروسته وویل [ یا الله ج ستا پاچاهی ته زما سلام چه دی ډول احمق ته هم رزق ورکوی یعنی دا خو د دی وړتیا هم نه لری چه رزق ورکړی . نو زه د هماغه سړی په استناد ( چه کنهکار نه شم دا خبره کوم چه دکابل د غو غلامانو ته هم روزی ورکوی ، له دوی دومره کسان جوړ شو چه… نور لوستل »