
فاریاب: د دوستم کسانو د ملي شورا غړی محاصره کړی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د فاریاب ولایت مقام په یو نیم کیلومترۍ کې د دوستم کسانو د ملي شورا غړی د ملي اردو په لومړۍ لوا کې محاصره کړی دی.
صدای افغان؛ د ولایتي سرچینو په حواله وايي چې په اربکیانو کې د دوستم ځانګړي مشر نظام الدین قیصاري، د جنبش ګوند بل غړی فتح الله قیصاري محاصره کړی دی.
فتح الله قیصاري چې په ملي شورا کې د فاریاب د خلکو استازی دی، پرون شنبه دې ولایت ته سفر وکړ او له کوزېدو سره سم يې د نظام الدین قیصاري له لوري د وژلو معلومات واورېدل او نېغ يې د ملي اردو لوا ته پناه یووړه.
څه موده وړاندې په اربکیانو کې د دوستم دې مشر دعوه کړې وه، چې فتح الله قیصاري يې د وژلو لپاره یو ماین خښوونکی ور لېږلی و، چې ده ژوندی ونیو او په جرم يې اعتراف وکړ.
هغه وايي چې قاتل ته يې فتح الله قیصاري او د هغه ملګري رحمت الله ترکستاني د یو نیم میلیون افغانیو ژمنه ورکړې وه.
صدای افغان؛ د نظام الدین قیصاري په حواله وايي چې دوه میاشتې وړاندې يې رحمت الله ترکستانی هم محاصره کړ، خو د فاریاب والي يې د خلاصولو لپاره ننواتی ورغی.
د جنرال دوستم له شړل کېدو وروسته د دې ګوند ګڼ زورواکي یو پر بل بلوسي، د جنبش د غړو په وینا ارګ د دوستم د راتګ مخنیوی کوي.