د پولیسو لپاره څلورکلنه تګلاره برابره شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي د پولیسو لپاره يې په څلورو میاشتو کې د څلورو کلونو یوه مسوده تدوین کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک نن په یوه خبري ناسته کې وویل، دوی د بهرنیو ملګرو، د پولیسو د مشرانو، پوهانو، مدني بنسټونو او د ښځينه حقونو د فعالانو په مرسته دغه تګلاره برابره کړې ده.

هغه وايي په دې تګلاره کې چې له ټاکل کېدو تر اوسه يې د کړي کار محصول ده؛ د پولیسو پر اصلاح او د قانون په تنفیذولو ډېر تمرکز شوی دی.

برمک د خپل کار په پیل کې منلې وه، چې د پولیسو په لیکو کې په مخدره توکو د روږدو او په اخلاقي فساد ککړو کچه ډېره ده، پر دې سربېره اداري فساد یوه بله لویه نیمګړتیا وه.

هغه د افغان حکومت پر بهرنیو ملاتړو نیوکه وکړه، چې په ټول تېر وخت کې يې یوازې دفاع وزارت ته سترګې نیولې وې او پولیس يې له پامه غورځولي و.

د کورنیو چارو وزارت چې پرلپسې حکومتي مشرانو تر نیوکو لاندې نیولی و او پخپله ډاکټر غني دغه وزارت «د فساد زړه» بللی و، د سمون په هیله دغه تګلاره په اویا مخونو کې برابره کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د