fbpx

سرېلنکا کرېکټ بورډ د کورني لیګ جوړیدو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نړیوال کرېکټ د ډېرو مینوالو او کتونکو په لرلو په روانو حالاتو کې د تجارت نړۍ ګرځېدلې ده، چې یو شمېر هېوادونه غواړي د کورني او تجارتي لیګ په جوړولو یو شمېر ګټې ترلاسه کړي.

وړمه ورځ د سرېلنکا کرېکټ بورډ (SLC) د خپل نوي تجارتي لیګ جوړولو اعلان وکړ، او دغې لیک ته یې د (Lanka premier league) «LPL» نوم ورکړ چې د روان ۲۰۱۸م کال آګست میاشت کې به پېل کیږي.

په دغه لیګ کې به شپږ لوبډلې ګډون کوي، او هره لوبډله به له یوه بل سره په لومړني راونډ کې دوه دوه سیالۍ ترسره کوي.

خو ویل کیږي چې دغه لیګ له پېل کېدو وړاندې له یو شمېر ستونزو سره مخ شوی دی، ځکه چې ددې لیګ د پېل کېدو نېټه داسې وخت کې ایښودل شوې ده چې په هاغه دوران کې د ویسټ انډیز کریبین او د انګلستان ټي ټونټي بلاسټ لیګونه ترسره کیږي.

د سرېلنکا تجارتي لیګ به د آګست میاشتې ۱۸مې نېټې څخه تر ستمبر ۱۰مې پورې دوام وکړي، چې له بلې خوا د ویسټ انډیز کریبین لیګ (CPL) د اګست له اتمې څخه تر ستمبر ۱۶مې او په همدغه موده کې به د انګلستان لیګ (T20 blast) هم ترسره کیږي، سرېلنکا لیګ ته به تاوان دا وي چې ددوه سترو لیګونو په دوران کې به ددوی د لیګ اهمیت کم وي او ډیر خارجي لوبغاړي به له دوی سره شرکت ونکړای شي.

که څه هم ددغې لیګ په دوران کې به د زیاترو خارجي لوبډلو لوبغاړي په خپلو لوبو کې بوخت وي خو بیا هم د نیوزېلنډ، بنګلدیش، استرالیا په شمول یو شمېر پاکستاني لوبغاړي هم ګډون کوي.

سرېلنکا کرېکټ بورډ دا پریکړه په داسې وخت کې ترسره کوي چې لوبډله یې له یو شمېر ستونزو سره مخ ده، او په تېر نېزدې وخت کې یې د پاکستان څخه د لړۍ بایللو سره سره له کمزورو لوبډلو څخه هم ماتې خوړلې ده، او په دې لیګ سره غواړي د هېواد ځوان لوبغاړو ته د لوبې فرصت ورکړي څو ددوی سره په لوبډله کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې سرېلنکا په ۲۰۱۲م کال کې د (IPL) په انداز کې لیګ (SLPL) جوړ کړی و چې په پراخه کچه د ګټې د نیشتوالې له امله ځنډول شوی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د