افغانستان

روزګان: ترينکوټ کې يوه پوليس شپږو ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د روزګان ولايت امنيتي مسوولين وايي، په مرکز ترينکوټ کې يوه پوليس په ملکيانو ډزې کړي چې له کبله يې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د مرکز ترينکوټ د لومړۍ حوزې آمر دويم څارن نظر محمد رسنيو ته ويلي، پېښه نن له غرمې مخکې تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، د پوليس په ډزو يو تن وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان دي زياتوي چې د پېښې قربانيان ټول ملکيان دي او په ترينکوټ کې يې د موټرو بارګين درلود.

وخت ناوخت عام خلک د پوليسو له ناوړه چلند څخه شکايت کوي او د ښارونو سربيره په ځينو کليوالو سيمو او په لويو لارو کې هم ډیری خلکو د پوليسو له ناوړه چلند او زور زياتي راپورونه ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x