برېښنايي تذکرې او د حکومت دننه درزونه – راپور

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله شریک حکومت د واک په لومړیو کې ژمنه وکړه، چې تر راتلونکو ټاکنو پورې به برېښنايي تذکرې وېشل کېږي او د فساد د مخنیوي په خاطر به خلک د همدې تذکرو له مخې رایه ورکوونکو لیست کې نیول کېږي.

د حکومت د واک درې کاله تېرېږي، خو لا هم د برېښنايي تذکرو وېش، یوه جنجالي مسئله ده، چې نیم حکومت کې کلک ملاتړی او نیم نور يې پر ضد ولاړ دی.

ظاهراً په تذکرو کې د افغان، اسلام او ملیت لیکل هغه څه دي، چې د مخالفت د دلیل په توګه کارېږي، خو ویل کېږي چې د بې عدالتیو مخنیوی، د فساد له منځه وړل، د ټاکنو په برخه کې د شفافیت رامنځته کول، هغه څه دي چې د حکومت نیم واکوال يې نه غواړي.

نږدې میاشت وړاندې د نفوسو د احوالو د ثبتولو مسوولینو د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره دقیقه نېټه په ګوته کړه، خو چې ټاکلې ورځ راورسېده، د ولسمشر بوختياوې يې پلمه کړې او د تذکرو وېش له ځنډ سره مخ شو.

هغه وخت هم د دې ادارې ویاند روح الله احمدزي د تذکرو د وېش له نېټې چورلټ انکار وکړ او ويې ویل چې پخپله به ارګ د تذکرو دقیقه نېټه په ګوته کړي، تېره ورځ د نیم حکومت ځینې غړي په همدې هوډ د ماشینونو مخې ته کېناستل.

د محمد اشرف غني، د هغه د مېرمنې، سرور دانش او ځينو نورو چارواکو د بایومیټریک لپاره ماشینونه ارګ ته دننه ور وړل شول، دوی خپلې فورمې ډکې کړې او دا يې د تذکرو د وېش لپاره لومړنی ګام یاد کړ.

Ashraf-Khan sTee

ارګ ته د ماشینونو ور وړل، هغه څه دي چې پرون ترې عبدالله عبدالله پرده پورته کړه او اعتراف يې وکړ، چې دولتي چارواکي د نا امنۍ له امله له «شنې ساحې» نه شي وتلی.

عبدالله عبدالله چې د حکومت د قرارداد له مخې د نیم واک څښتن دی، د محمد اشرف غني دا اقدام په کنايه امیزه ډول غندلی او د تذکرو د وېشلو ځنډ يې ښه بللی دی.

هغه چې د روسانو د ماتې د نهه ویشتمې کالیزې په مناسبت خبرې کولې، ګلخانې ماڼۍ په غوږ ووهله چې په لویو مسائلو کې باید مشوره وشي.

د تذکرو په برخه کې يې په ډاګه وویل چې دا ملي اجماع ته اړتیا لري او په وینا يې چې تر څو د ټولو خلکو له لوري د دې پروسې د پیل غوښتنه ونه شي باید پیل نه شي.

Abdullah-Abd

محمد اشرف غني هم عبدالله عبدالله مخاطب نه کړ، خو د هغه په تقلید يې په کنایه کې وویل: «مشوره پر سر و سترګو، خو دا نه شي کېدای چې پرېکړې و نه کړو، ځکه ضرور ده چې فیصلې وکړو» او د تصمیم په برخه کې باید ملي ګټې په پام کې ونیول شي.

د اجراییه ریاست خپل مرستیال له هغه سره په دې برخه کې همغږی نه دی، انجینر محمد خان چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې هم د عبدالله عبدالله لپاره ستړی و، وايي دا ملي پروسه ده او ځنډ يې زموږ په ګټه نه دی.

Muhammad khan-Ij

د اجراييه ریاست مرستیال؛ انجنیر محمد خان

هغه وايي د تذکرو د وېش لپاره ټول مراحل طی شوي او پر وړاندې يې هیڅ قانوني خنډ نشته، ځکه خو باید ورسره مخالفت ونه شي.

د عبدالله عبدالله دغه مرستیال وايي د دې «ملي پروسې پر وړاندې خنډ جوړول د هېواد او ملت په زیان دي.»

په ښې حکومتولۍ کې د محمد اشرف غني پخوانی سلاکار احمد ضیا مسعود هم ارام نه دی ناست؛ هغه تبصره کړې چې د افغان له نوم لیکنې سره سره د تذکرو وېش به ناوړه عواقب ولري.

هغه نن په یوه غونډه کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې په پوره زور سره د تذکرو د وېش په پر ضد ودرېږي او پرې نه ږدي چې ووېشل شي.

د حکومت په نظامي برخه کې د کندهار امنیه قومندان هم د تذکرو د وېش ملاتړ کړی دی، هغه چې دا حکومت نامشروع بولي د دې پروسې ملاتړ ته لستوڼي را بډ وهلي دي.

جنرال رازق چې وړاندې تر دې يې حکومت د یو مکتوب لېږلو وړ هم نه باله او د ارګ او بلخ په ناندریو کې يې د عطامحمد نور شا نیولې، هم دا پروسه ملي بللې او په وینا يې باید ووېشل شي.

له کابله خپرېدونکو ځينو ورځپاڼو هم دې مسئلې ته مخ ور اوړولی، مسیر ورځپاڼه پخپله نننۍ ګڼه کې د روسانو د ماتې د کالیزې مراسم هم د تذکرو د وېش پر سر د ناندریو تر سیوري لاندې بولي.

ورځپاڼه د حکومت د شریکانو تر منځ د کنایه امیزه ناندریو په تړاو د فضل هادي مسلمیار خبره را اخلي: «د حکومت مشران دې د کنايو د ويلو پر ځای ستونزې له خلکو سره شريکې کړي او د حل لارې دې ورته ولټوي.»

ملي ارمان ورځپانه هم د حکومت د مشرانو تر منځ پر کنایو تبصره کړې او د مطلب لیکوال پر حکومت غږ کړی چې د دوی دا ډول چلند به هېواد له یوه بحرانه بل ته ور ټېل وهي.

هم مهاله په جلال اباد ښار کې د دې پروسې د ملاتړ په نامه لاریون وشو، چې ګډونوالو يې د اجراییه ریاست دریځ وغانده.

د لاریون ګډونوالو په تذکرو کې د ملي هویت، اسلام او ملیت په اړه مخالفت له ارزښتونو سره مخالفت وګاڼه او له حکومته يې وغوښتل چې د تذکرو د وېش لړۍ پیل کړي.

brish2

د برېښنايي تذکرو د برابرولو لپاره، ځينې ماشینونه

تر اوسه یوازې د تذکرو لپاره ځینو محدودو کسانو فورمې ډکې کړې دي، خو د تذکرو د وېش لپاره يې نن او سبا ورځ احتمالي نېټې یادې شوې دي.

خواله رسنیو کې فعالان د دې احتمالي نېټې پر اعلان هم شک څرګندوي او په ډاګه کوي چې لا هم ګلخانې ماڼۍ په یواځې ډول د تذکرو د وېش دقیقې نېټې ښوودلو ته زړه نه شي کولی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
spogmai saba
میلمه

هرځوک چي الکترونیکی تذکرو په ویشلو کي مخالفت کوی څرګنده ده چي هغه دتروریستانو اوجنایتکارو دهویت پټول غواړی دجرمونوپه وخت کي اوکله چی داتذری وویشل شوی دهرمجرم هویت به څرګند وی او زموږ په هیواد ي به هم خرابکاران ته ځای نه شي پیدا

اجمل
میلمه
اجمل

زما په خیال سپوږمی صبا دغه نوم هم ځانته ناسمه خوښ کړی سپومۍ د صبا وخت کی نه ښکاری دا چه لمړی توری یی په تلفط کی دواړه لکه سین لوستل کیږی یعنی شعر او شاعری کی شاید ښه وزن ولری او د نن صبا ستایل کی چه د لمړی نوم سره عین حرف شتون ولری هغه په دوهم نوم کی هم وی یعنی ویلو کی موزون معلومیږی نو صبا ځکه د سپوږمۍ سره نکاح شوی یعنی دا نومونه یی سره یوځای کړی مګر صبا په ص او سپوږمی په س لیکل کیږی . اصل مطلب : صبا لیکی [[… نور لوستل »