نبي کريم صلى الله عليه وسلم ديو زړه ور لار ښود په حيث

muhammadليکوال : محمد نبي سلطاني

زړه ورتيا د انسان ستر صفت دئ، چي قيمت يې د نړۍ باچا هان هم نه لري او نه يې قيمت  وركولاى  سي، دا صفت دانسان اعلي جو هر او داخلاقو بنست دئ دا هغه شجاعت دئ، چي عزم او استقلال، حق او رشتيا ويل دهمدې جوهر محصول دئ.

زموږ په معاصره ټولنه كي که څوك پورتنى صفت ولري هغه دنړۍ فاتح بلل كېږي، 

هغه دخلكو پر زړونو د خپل زړه ورتيا په مټ پاچهي كوي او تل هغه كسان چي د دې ستر نعمت څخه بې برخي وي غواړي، چي ده همدې بهادر انسان تر سيوري لاندي ژوند وكړي.

زړه ورتيا داسي شى نه دئ چي څوك يې  په پيسو واخلي اويايې د علم په واسطه ترلاسه كړي بلكي زړه ورتيا فطري شى دئ، چي الله جل جلاله خپل  بندګان ددې جوهر څخه برخمن کوي.

دنړۍ تېر تاريخ ته که نظر وکړو نو دا ورڅخه څرګندېږي، چي الله  تعالى خپل ټول استازي  عليهم السلام د دې نعمت څخه برخمن کړي وه، چي د بېلګي په توګه يې د څو الهي استازو عليهم السلام يادونه کوو. حضرت ابراهيم عليه السلام د الله تعالى په مرسته يوازي د نمرود او د هغه د ظالمي ټلوالي په وړاندي و درېدئ، دالله  تعالی د وحدانيت ږغ يې ددوئ په وړاندي پورته کئ او خپله مبارزه يې ور سره پيل کړل. همداډول موسى علیه السلام و فرعون او دده واکمنو خدمتګارانوته د جګړې ټټر وډباوه، د جګړې ميدان ته يې ور و دانګل، د فرعون او دهغه د ټولي امپراطورى سره يې مقابله شروع کړل.

همدا راز د الله  تعالی د ورستي استازي رسول الله صلی الله علیه وسلم  داسي ډېري څرګندي بېلګي سته، چي د مکې د مشرکانو په وړاندي يې ښکاره کړي دي، چي د ننني عصر لپاره دا يو مثال دئ، که څه هم نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته په سونو خطرونه پېښ سول او په ډېرو جنګونو او غزاګانوکي د مشکلاتو سره مخامخ سو، خو ددې سره سره دده مبارک په عزم،  اراده، مېړانه اوثبات کي کوم تغير رانه غلئ، چي د بېلګي په توګه يې موږ له څو غزاګانو څخه يادونه کوو ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پکښي د خپلو اصحابو رضی الله عنهم  روحيې څومره لوړي کړي وې.

د بدر په غزا کي چي تش لاسي څه باندي درې سوه مسلمانان  دزروتنو وسلوالو لښکرو سره مخ سول نو په دې وخت کي دوئ د رسول الله  لمني ته پناه ور وړل او دهغه په څنګ کي سره غونډسول. حضرت علي رضي الله تعالی عنه چي په خپل لاسونويې ډېر جنګونه فيصله کړي دي وايي: چي کله به پر موږ دکفارو له خوا فشار راغي نو په دې وخت کي به موږ رسول الله  صلی الله علیه وسلم څنګ ته فناه ور وړل، په دې ورځ تر ده صلی الله علیه وسلم زيات زړه ورنه وو او تر ټولو دى مبارک د کفارو صف ته ورنژدې وو .

کله چي د حنين په غزا کي د هوازن  قبيلې لخوا پر مسلمانانو د غشو سخت باران جوړ سو، نو د مسلمانانو لښکر چي شمېر يې ډېر وو  په ناڅاپي ډول د ميدان څخه يو ې خوا ته سوه، خونبي کريم  صلی الله علیه وسلم د خپلو څوملګرو سره د جنګ په ميدان کي پر خپل ځاى پاته سو، په دغه خطرناکه وخت کي ده مبارک څو واره خپله که چيري ته پونده ورکړه، چي د دښمن لښکر ته ورنږدې سي خو دده سرتيرو به دنه ورنژ دې کېدو غوښتنه ور څخه کول، دا په داسي حال کي، چي ددښمن هدف هم دى مبارک وو، چي له منځه يې يوسي خو ددې سره سره دده په خواصو کي هيڅ ډول تغير رانه غئ.

د حضرت براء رضي الله تعالی عنه څخه روايت دئ: په هغه وخت کي چي جنگ ډېر سخت او په زورکي وو،  نو په دې سخت  وخت کي به موږ د نبي کريم صلی الله علیه وسلم څنګ ته پنا ور وړل او په موږ کي به هغه څوک ډېر زړه ور ګڼل کېدئ، چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم په څنګ کي به ولاړ وو.  

حضرت انس بن مالک رضي الله تعالی عنه وايي: چي په مدينه کي اوازه سول، چي دښمنان راغلي دي، اصحاب رضوان الله تعالی علیهم  ټول تيارسول، چي ددښمن مخي ته ور ووزي، مګر تر ټولو لمړى چي د دښمن مخي ته ور ووتلى وو هغه پخپله نبي کريم صلی الله علیه وسلم وو. رسول الله  صلی الله علیه وسلم دومره په تلوار د دښمن مخي ته ور ووتئ، چي آس يې لاهم نه کى ځين بلکي پر شاتوري آس سپورسو او په ډېره بېړه د خطر ټولو ځايونو ته ورغئ، ويې کتل او بېرته ومدينې ته راستون سو او خلکوته يې ډاډ ورکړئ، چي هيڅ ډول خطر نسته.   

داد د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د زړه ورتيا يو څو بېلګي وې، چي دا ډول سرښندنه، زړه ورتيا، عزم، شجاعت او بهادوري معمولي خبره نه ده، فولادي زړه غواړي، چي د تېريو، يرغلونو، ستونزو، ربړونو، مشکلاتو، حتى چي د نړۍ د سترو پاچاهانو په وړاندي  ودرېږي او خپله مبارزه  ورسره جاري وساتي.

الله  تعالی دي وموږ ته هم د دې زړه توب څخه را په برخه کړي .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.