افغانستان

فراه:‌ ترافیکي پېښې شاوخوا دېرش کسان ټپيان کړي

نن ټکی آسیا: له فراه څخه خبرونه وايي ، چې د هرات -کندهار پر یوه لاره د را منځته شوې ترافیکي پېښي له امله له دېرشو څخه زیات کسان ټپیان شوي دي.

د فراه امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د هرات – کندهار پر لویه لار د یوه ۳۰۳ بس او بل بار وړونکي موټر ترمنځ ټکر را منځته شو، چې په پایله کې یې ۳۵ کسان ټپیان شول.

د فراه د لویې لارې د امنیت مسؤل جنرال خداید وویل، چې په دې ترافیکي پېښه کې ټولټال پنځه دېرش کسان ټپيان شوي .

نوموړي زیاته کړه، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

له پېښې وروسته ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د ډېرو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

د هرات د حوزوي روغتون مسؤلین وايي، چې دوی ته د پېښي له ځایه اوه ټپیان ور وړل شوي.

تر اوسه پورې د یادې ترافیکي پېښي لامل څرګند نه دی؛ خو په دې ته ورته نوري ډېرې خونړۍ پېښي ډېری مهال د موټر چلوونکو د بې احتیاطي او بې پروايي له کبله را منځته کېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x