د واليانو ټولنې رييس: د طالبانو له ګډون پرته انتخابات مشروعيت نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د واليانو ټولنې رييس عبدالجبار تقوا وايي، په انتخاباتو کې د طالبانو له ګډون پرته دغه انتخابات مشروعيت نه لري او يواځې هغه ټاکنې مشروعيت لري چې ټول افغانان پکې ګډون وکړي.

نوموړي د ايران تسنيم خبري اژانس ته ويلي، اوس مهال د افغانستان شپېته سلنه خاوره د طالبانو تر حاکميت لاندې ده چې هغوی پکې ګډون ونه کړي راتلونکي انتخابات نيمګړي دي.

تقوا په ټينګار سره وايي، ګډ حکومت دې د لويې جرګې په رابللو سره طالبان د راتلونکو انتخاباتو لپاره چمتو کړي او بغير له دې به انتخابات هيڅ مشروعيت ونه لري، ځکه چې ډیری خلک به له انتخاباتو محروم وي.

عبدالجبار تقوا چې پخوا تر دې د کابل والي پاتې شوی وايي، طالبان چې هره شېبه وغواړي د ولايتونو لارې تړلی شي او په نتيجه کې به يې ډيری خلک له رايې ورکونې محروم شي.

د هغه په خبره، ګډ حکومت بايد له طالبانو سره خبرې وکړي ځکه په دې سره په هېواد کې جګړې ختميږي او ټول افغانان په ټاکنو برخه اخيستلای شي.

تر دې مخکې طالبانو په خپلو اعلاميو کې هېوادوال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې له ګډون کولو منعه کړي او په تکرار سره يې ويلي چې د بهرنيو ځواکونو په موجوديت کې ټاکنې هيڅ اهميت نه لري او هغه څوک چې پکې ګډون کوي خپل ځانونه په خطر کې اچوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

تر تولو لمړی : زمونږ هیواد اشغال دی په اشغال هیواد کی ټاکنی څه معنی اشغال هیواد کی لوړپوری چارواکی د اشغالګرو له خوا په ګوته او هغوی یی ټاکی . دوهم : دموکراتیکی ټاکنی داسلامی تاکنو سره د زمکی او اسمان توپیر لری حمهور ریس په اسلام کی هدوله نشنته . دریم : اسلام کی د ټاکنو د پاره د مجتهدو علماوو د معیارونو په اساس وړ کسان په ګوته او بیا د هماغه شوری د اسلامی معیارونو له مخی یی ډیر لیر کیږی هغوی کی د ګوتو په شمار او یا دوه کسانو باندی اولس رایوی ورکوی او… نور لوستل »