Polcian100

د طالبانو یو د تقدیر وړ اقدام ! ـ سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله: وړمه ورځ خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې طالبانو د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې ۲۳ تنه نیول شوي افغان پوځیان خوشي کړل.
دغه نیول شوي افغان پوځیان تیره اونۍ طالبانو د یادې ولسوالۍ د نیولو پرمهال اسیران کړي ول چې وروسته یې د سيمه ییزو مخورو په منځګړیتوب راپریښودل.
افغان ولس دتیرې ۳۵ کلنې تحمیلي جګړې له کبله دژوند له ډیرو مشکلاتو سره مخ دى.فقر، بیکاري او ناسم اقتصادي وضعیت هغه لویه ستونزه ده چې زمونږ أكثريت مطلق هیواد وال ورسره مخ دي .

ښايي د بدخشان ولایت طالبانو دیمګان په ولسوالۍ کې د نیول شویو افغان پوځیانو په اړه هغه مشکل هم په پام کې نیولی وي چې تقریبا دری اونۍ مخکي د یاد ولایت د ارګو په ولسوالۍ کې په سلګونو خلګ تر خاورو لاندې او کورنۍ یې همداسې بي اسرې پاتې شولې.

ممکن په همدغو نیول شویو پوځیانو کې د هماغو ویر ځپلیو کورنیو غړي هم ول چې نن یې د فامیلونو افراد تر شنه اسمان لاندې بي سر پناه پراته دي .

نو که خدای مکړه د غه نیول شوي غړي یې د طالبانو له خوا تر نیول کیدو وروسته وژل شوی او یاهم د ډیروخت لپاره په بندکې ساتل شوی وای دا کار به د هغوي د ویر ځپلیو کورنیو لپاره سخت دردناک تمام شوی وای.

خو دا چې طالبانو د خپل اخلاقي مسؤلیت له مخې د دغه ویرځپلي ولایت د نیول شویو اسيرانو دغه مشکل درک کړ او هغوی یې تر نیول کیدو وروسته سمدستي خپلو ویر ځپلیو فامیلونوته ورخوشي کړل واقعا چې دا د ډیر تقدیر او ستایني وړ عمل دی او الله تعالی دې وکړي چې د جګړې ښکیل لوري د ټولو نیول شویو بنديانو په اړه دغه تګلاره غوره کړي ، چې له امله به یې واقعا د هیواد په زړه کې د بل اور پرسره د سړو او بو تویولو په توګه موثر رول ولري.
افغانان ، افغانان او د دې خاورې بچیان دي، هغوی که د جګړې په هره خوا کې وژل کیږي تاوان یې افغانستان ته رسیږي، افغانه مور باندې بوره کیږي، افغانه تور سرې ورباندې کونډیږي او افغان نازولي ماشومان ورباندې یتیمانیږي چې ټول ویر او ماتم يې بیرته افغانې کورنۍ او په مجموع کې افغان ولس ته پاتي کیږي او دا هغه څه دې چې زمونږ ټول لیري او نیږدي دښمنان ورباندې اتفاق نظر لري او ورباندې خوښیږي.

طالبانو په دغه اخلاقي اقدام سره داسې یو ابتکار په کار واچاوه چې په معنوي لحاظ د هغوي لپاره د ټول بدخشان ، بلکي دټول شمال د نیولو زمینه سازي کولای شي؛ ځکه هغوی په یوه غیشي دوه نښې وویشتلې: له یوې خوا یې د نیول شویو اسیرانو په اړه د سیمه ییزو مخورو وجاهت پرځای کړ او له بلې خوايې د هغوی د نیولو شویو وروڼو او زامنو (افغان پوځیانو) ژوند وژغورو.

 د جګړې په ډګر کې د طالبانو دغه نوښتګرانه اقدام کیداي شي د هیواد په نورو سیمو کې هم دوی ته د لازیاتو افغان پوځیانو د ورتسلیمیدو لامل وګرځي .

خدای دې وکړي چې نور د افغانانو له هیواده د افغان په لاس دافغان ځورونه د تل لپاره ورکه او د جګړه ځپلیو افغانانو ترمنځ د اسلامي ورور ولۍ ،مینې او ملي وحدت مراندې ټینګې کړي ( آمین)

د نن ټکی اسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د