شعـــــرونه

بیا طالب ته ضرورت دی/شعر

قاري سعید

 

د فتنو باران وریږي

د نفاق سیلۍ چلیږي

د وطن زړګی خوږیږي

بیا طالب ته ضرورت دی

 

چاله بلخه جنډه پورته

څوک له ارګه پوکي اور ته

د نفاق د لمبو شور ته

تور لاسونه دي تودیږي

بیاطالب ته ضرورت دی

 

د فساد لښکر بلا کړي

غواړي ټول وطن اغوا کړي

نه له خدای څخه حیا کړي

نه له خلکو نه شرمیږي

بیا طالب ته ضرورت دی

 

غواړي دا اولس یتیم کړي

متحد کور یې تقسیم کړي

په شمال جنوب یې نیم کړي

ځینې دې ته هوسیږي

بیا طالب ته ضرورت دی

 

هاغه آش هغه کاسه ده

کوڅه واکه اداره ده

د چونګښو پیمانه ده

ټوپکیزم تکراریږي

بیا طالب ته ضرورت دی

 

یو وار لوټ بیا یي برباد کړ

په غربیانو یې بیباد کړ

ښاد وطن یې را ناښاد کړ

لا هم نه ورته دریږي

بیا طالب ته ضرورت دی

 

کلي لوټ، ښارونه غصب

غر، غونډۍ ډاګونه غصب

هدیرې قبرونه غصب

هیڅ په خاورو نه مړیږي

بیا طالب ته ضرورت دی

 

سیکولر که لنډغر دي

یو له بل څخه بدتر دي

دواړه دې اولس ته شر دي

په فساد باندې پاییږي

بیا طالب ته ضرورت دی

 

شر فساد چې بیا جارو کړي

د نفاق لړې پارو کړي

د وطن زخم دارو کړي

تل مې زړه باندې وریږي

بیا طالب ته ضرورت دی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنفی

همداسی مخکی تاریخ هم ثابته کړی او درب العزت سنت همدادی چه ولکل فرعون موسی انشا الله داد فساد په شیدو ستر شوی فراعنه به الله د یو بی کسه موسی په ذریعه هلاک او تبا کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close