
محقق: «افغان» کلمه دې پر نورو هویتونو نه تپل کېږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې له لیکلو سره مخالفت وکړ او افغان کلمه یې پر نورو هویتونو تپل شوې وګڼله.
نوموړي نن په کابل کې له افغانستان نه د شوروي عسکرو د وتلو ۲۹ کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، په برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې لیکل تپل شوي او د دې بهیر د عملي کېدو مخنیوی باید وشي.
ده وویل، «په اوسنیو شرایطو کې د هویتونو د یو کېدو لپاره هڅې د عملي کېدو وړ نه دي او همدا باید ومنل چې ټول “افغانستاني” دي.»
د محمد محقق په خبره، د هویتونو د یو کېدو لپاره هڅې بې ځایه دي او دغه ډول هڅې د یووالي پرځای افغانستان د کړکېچ لوري ته کش کوي.«ولې يو هويت پر نورو هويتونو ور وتپو، اړينه نه ده چې ټول دې يو تر يوه نوم لاندې راشو او بايد هڅه ونه شي چې يو هويت پر نورو هويتونو ور وتپو.»
نننۍ غونډه چې ظاهراً د پخواني شوروي اتحاد د عسکرو د وتلو په مناسبت جوړه شوې وه؛ خو ټولو ګډونوالو خپلې خبرې د نویو برېښنايي پېژندپاڼو په مخالفت کې وکړې او په یو نه یو ډول یې د عطاء محمد نور ملاتړ هم کاوه.
د محقق سربېره د بدلون لپاره د همپالنې بنسټ مشر حسیني مدني هم په نویو برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې سره مخالفت وکړ او له حکومت یې وغوښتل چې په دې اړه له سره پرېکړه وکړي.
دوې ورځې وړاندې ارګ کې ځینو لوړ پوړو چارواکو د نویو برېښنايي پېژندپاڼو د اخیستلو لپاره خپل نومونه ثبت کړل؛ خو وروسته د حکومت نیمايي برخه وال عبدالله عبدالله یې مخالفت وکړ.
د ملي یووالي په حکومت کې ځینې چارواکي د اوسنیو پېژندپاڼو د وېش له بهیر سره همغږي دي؛ خو د جمعیت اسلامي ګوند ټول غړي له دغه بهیر سره مخالفت څرګندوي او په پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمې نه مني.
حکومت ته د نورو ننګونو سربېره اوس برېښنايي پېژندپاڼې هم جنجالي ګرځېدلي، چې د حکومت ځینې لوړ پوړي چارواکي د دغه بهیر درول غواړي.
د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق میاشت وړاندې په ایران کې یوې غونډې ته د هغو افغانانو ستاینه کړې وه، چې د سوریې د رژیم په ملاتړ له داعش او نورو وسله والو ډلو سره جګړه کوي.
محقق دغه جګړه د کفر او اسلام جګړه بللې وه.
زما په نظر دا وری ولکه شری کی او افغانستان د جوریدو سخه وتلی دی. حیران یو چی چرته لارشو.
دجمیعت اسلامی ګوند ټول غړی چی په شریکه دا نظر لری چی پیژند پاڼو کی دی داسلام او افغان کلیمه نه لیکل کیږی افغان کلیمی ته خو هغه غیر معقول دلایل وړاندی کوی نو داسلام ټکی کی څه دلیل لری پدی معنی چی مسلمانان هم ندی نو که داسی خبره وی بیا خودی داسلامی ټکی خو دی دجمیعت سره نه یو ځای کوی جمیعت الحادی دی ورته ووایی
They are spies and foreign agents and want to destroy the country.
سلام علیکم. نړیوال جیوګراپیک سازمان په نړۍ کی شپږ اووه ځایونه او ودانۍ او څیزونه د عجائبو په لیست کی ثبت کړیدی. شاید نوموړی آثار رشتیا هم عجیب او حیراوونکی وی خو افغانستان غوندی به عجیب نه وی.د افغانستان تاریخ، جغرافیه، فرهنګ،اقتصاد ….. د عجائبو یوه مجموعه ده. وخت او حوصله نشته که نه هر عجب څیز به می ئې تشریح کړی وای. فقط یو څیز ته ئې لنډه اشاره کوم: افغانستان د معدودو هیوادونو له ډلی څخه ګڼل کیږی چه د څلورو لسیزو یا څلوېښتو کالو په اوږدو کی ئې څلوېښت ځله خپله ملی سدرۍ یعنی بیرغ تبدیل کړیدی… نور لوستل »
احمد صاحب ، پيزند پاڼی د خبلواکی د پاره وی د بلواکو د پاره پیژندپانی د دغه هیواد غړو ته توهین دی چه هیواد یی اشغال او مونږ دی د افغانیت پیزند پانی ولرو ، لمړی مرحله زمونږ د خبلواکی دی او دوهمه مرحله علما باید د پيژند پانی د پاره یوه ساده طرحه جوړکړی . د پيژند ګلوی دپاره که مونږ هیواد کی دننه اوسیږو اسلامیت او افغانیت ته اړه نشته او نهه نوی سلنه خلکو د پاره کولی شی د افغان او اسلام یادول ضرور نه وی . مګر یو سلنه خلک چه بهر غیر افغانی او یا… نور لوستل »
قران قرمایی چه قوم، ژبه ، سمت ، رنګ او داسی نور توپیرونه د خلکو د پيزندین د پاره او تقوی د اهلیت د پاره ده مګر خلکو دا خبره سرچپه کړی تقوی د ریاکاری او پيژندلی او قومیت د اهلیت د پاره کاروی . حتی هغه زمکه ، کور ، بزنس ، او داسی نور شخصی ملکیتو ته هم شخصی مالکیت نه شو ویلایی د مالکیت تعریف کی د هغه شی دایمی لرل دی او مونږ له کفن غیره یو شی هم قبر ته له ځانه سره نه شو وړی حتی هغه کفن هم شک کی دی ټولو ته… نور لوستل »