روغتیا

څیړنه: ښځې د کور کارونو په کولو سره د سږو په ناروغۍ اخته کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په لومړیو کې څیړونکو د ښځو د ورزش لپاره د کور کار ښه بدیل ګڼلی و او ویلي يې وو چې ښځو ته د ورځې په اوږدو کې له درې څخه تر شپږو ساعتونو پورې کار کول ددوی روغتیایي حالت غوره ساتي، خو په دې وروستیو کې نوې څیړنې ښيي چې د کور په کار سره ښځې په یو شمېر ناروغیو اخته کیږي.

په امریکا کې د یوې نوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې د کور پاکولو پر وخت د ښځې سږو ته د شلو سګرټو څکلو په اندازه زیات زیان رسیږي.

څیړنې زیاته کړې چې دغه خبره یوازې ښځو پورې نه ده ځانګړې، بلکې هر هغه څوک (ښځینه یا نارینه) چې کور پاکوي او یا هم بل ځای کې د پاکوالي وظیفه اجرا کوي له ورته ناروغۍ سره مخ کیږي.

دغه څیړنه د ناروې برګین پوهنتون کې ترسره شوې ده، چې په کې د ۶۲۰۰ ښځو او نارینوو څخه د شلو کالو پورې ازموینه ترسره شوه او وخت تر وخته یې معاینه وشوه، چې په پایله کې له یو شمېر معاینو څخه څرګنده شوه چې ښځې د کور په کارونو او د کور په پاکولو کې لږ تر لږه په یوه اوونۍ کې یو ځل د کیمیاوي موادو څخه استفاده کوي، چې دا په بدن کې له وخت تېریدو سره سږو ته سخت زیان رسوي.

د برتانیې ډیلي میل ورځپاڼې په وینا، سږو ته د کور کار په واسطه زیان رسېدل دومره ستر زیان دی لکه یو سړی چې د ورځې شل سګرټه وڅکي، حالانکه د طب متخصصین وایي چې روزانه یو سګرټ څکول هم د یو شمېر ناروغیو لامل کیږي.

همدا ډول څیړونکو خبرداری ورکړی چې د کور پاکوالي پر وخت ښځو ته تنفسي ناروغي هم پیدا کیږي، ځکه چې د پاکوالي لپاره استعمالونکي پوډر او نور مواد چې صفايي ورباندې ترسره کیږي، د تنفس له لارې سږو ته داخلیږي او د یو شمېر ناروغیو لامل کیږي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۷م کال کې هم داسې یوه څیړنه ترسره شوې وه، په دې څیړنه کې ویل شوي وو چې ښځو ته د کور کار کولو لکه جامې وینځل، لوښي وینځل او یا کور جارو کولو سره ددوی عمرونو زیاتیږي، او له یو شمېر ناروغیو څخه ساتل کیږي.

سرچینه: میډل ایسټ انلاین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جنرال شاولي مبارک

ههه دا په نن ټکي اسیا کوم ډاکټر ننوتلی چي له دې لاري غواړي ښځي د کور له کاره خلاصي کړی؟! دا عنوان يې غبرګون امیز دی، یاره ښځه چي په کور کي د اوسیدلو لپاره ده، نو کار چیرته وکړي؟ او ته و خدای څو ښځي مو دا ستاسو په معاشره کي د سږو په ناروغی لیدلی؟

خیر ژباړن باید داسي څه وژباړې چي حد اقل معقول خو وي، دا هسي تشي خوشی چټي شیان دی خو نه راباندي لولي.

او نن ټکي اسیا والاووو ستاسو سره به مونږ ګورو.

محمود

عکس یې د لوښو مینځلو لګولی که یې د جاروکښ لګولی وای تابه هم منلې وای
افغان میرمني چې خاورین کورونه جارو کوی او دوړي يې تنفس کوی نو زه خو وایم چې تر دې به هم ډیر ضرر ویني

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx