د یوه حدیث شرحه (دویمه برخه) – ليكوال: حامد افغان

د حدیث متن

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ الْحَضْرَمِيُّ قَالَ: نا مَحْفُوظُ بْنُ بَحْرٍ الْأَنْطَاكِيُّ قَالَ: ثَنَا الْوَلِيدُ بْنُ عَبْدِ الْوَاحِدِ التَّمِيمِيُّ، عَنِ ابْنِ لَهِيعَةَ، عَنْ عَطَاءِ بْنِ دِينَارٍ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ جُبَيْرٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ثَلَاثٌ مُهْلِكَاتٌ، وَثَلَاثٌ مُنَجِّيَاتٍ، وَثَلَاثٌ كَفَّارَاتٌ، وَثَلَاثٌ دَرَجَاتٌ. فَأَمَّا الْمُهْلِكَاتُ: فَشُحٌّ مُطَاعٌ، وَهَوًى مُتَّبَعٌ، وَإِعْجَابُ الْمَرْءِ بِنَفْسِهِ. وَأَمَّا الْمُنَجِّيَاتُ: فَالْعَدْلُ فِي الْغَضَبِ، وَالرِّضَى، وَالْقَصْدُ فِي الْفَقْرِ، وَالْغِنَى، وَخَشْيَةُ اللَّهِ فِي السِّرِّ، وَالْعَلَانِيَةِ. وَأَمَّا الْكَفَّارَاتُ: فَانْتِظَارُ الصَّلَاةِ بَعْدَ الصَّلَاةِ، وَإِسْبَاغُ الْوُضُوءِ فِي السَّبَرَاتِ، وَنَقْلُ الْأَقْدَامِ إِلَى الْجَمَاعَاتِ. وَأَمَّا الدَّرَجَاتُ: فَإِطْعَامُ الطَّعَامِ، وَإِفْشَاءُ السَّلَامِ، وَصَلَاةٌ بِاللَّيْلِ، وَالنَّاسُ نِيَام .

ژباړه

عبدالله بن عمر رضي الله عنه وایې : رسول الله صلي الله علیه و سلم ویلې دي : دری هلا کوونکي شیان دي، دری نجات ورکوونکي شیان دي ، دری ګناهونه تویوونکي شیان دي ، دری درجې لوړوونکي شیان دي . دری هلا کوونکي شیان دا دي : داسې بخل چې خلک یې پیروي کوي ، د نفس دغوښتنو پیروي، ځان خوښونه او غرور . دری نجات ورکوونکي شیان دادي: په غوسه او خوشالي کې عدل کول ، په غریبي اوشتمني کې منځلاریتوب ، په پټه او ښکاره له الله نه ویره . دری ګناهونه تویوونکي شیان دا دي : له لمانځه وروسته دبل لمانځه انتظار ، په یخ کې په پوره توګه اودس کول ، دجمعولمنځونو ته ګامونه اخیستل . دری درجې لوړوونکي شیان دا دي : مسکینانو ته ډوډۍ ورکول ، سلام کول زیاتول ، چې خلک ویده وي دشپې لمونځ کول .

د حدیث تخریج

دا حدیث په مختلفو کتابونو کې ګڼ شمیر کسانو روایت کړی ده چې ډیرې لارې یې کمزورې دي خو په پای کې د متابعاتو لامله محدثینو حسن بللی دی ، دلته یې هغه تخریج را اخلم چې محدث ناصرالدین الالباني په خپل کتاب السلسلة الصحیحه کې راخیستی ده . شیخ الباني په ” السلسلة الصحيحة ” 4 / 413 کې وایې: دا حدیث له دې صحابه کرامو نه روایت شوی ده : أنس بن مالك، عبد الله بن عباس، أبوهريرة، عبد الله بن أبي أوفى او عبد الله بن عمر رضي الله عنهم .

دا روایت البزار ( رقم – 80 )، العقيلي ( ص 352 )، أبو بكر الدينوري په ” المجالسة و جواهر العلم ” ( 7 / 145 / 1 ) ، أبو مسلم الكاتب په ” الأمالي ” ( 261 / 1 )، أبو نعيم په الحلية ( 2 / 343 )، الهروي په ” ذم الكلام ” ( 145 / 1 ) او القضاعي ( 25 / 2 ) راخیستی ده . دا راز دنورو صحابه کرامو روایات هم له مختلفو لارو راغلې دي لکه
الطبراني په ” الأوسط ” ( 5584 ) کې، الضياء په ” المنتقى من مسموعاته بمرو ” ( 137 / 1 )کې، او البيهقي په ” شعب الإيمان ” ( 2 / 382 / 1 ) کې راخیستی ده .

دی په پآی کې لیکي چې که څه هم د دې روایت په مختلفو لارو کې کمزوري شته خو له شواهدو او ځیني نورو تقویتي دلایلو سره دا حدیث خامخا د حسن په درجه کې ده، او امام المنذري په الترغیب کې وایې دا حدیث له ډیرو صحابه و نه په مختلفو اسنادو سره روایت شوی ده او په هرصورت دا د حسن په درجه کې ده. و هو مروي عن جماعة من الصحابة و أسانيده و إن كان لا يسلم شيء منها من مقال ، فهو بمجموعها حسن إن شاء الله تعالى ” .

د حدیث تفصیلي تشریح

په دې حدیث کې څلوردری ګونې شیان راغلې دي :

• دری هلا کوونکي
• دری نجات ورکوونکي
• دری ګناهونه تویوونکي
• دری درجې لوړوونکي

موږ به په دې څلورو دری ګونو شیانو په تفصیل سره خبرې کوو او همدا به یې لوی عنوانونه وي ، یعني څلور به لوی عنوانونه وي ، او له هر عنوان لاندې به دری فرعي عنوانونه وي. باذن الله تعالي .

لیکوال: حامد افغان

که تاسو ددې لیکني لومړۍ برخه تر اوسه نه وي لوستلې، نو په لاندي ادرس یې لوستلای شئ:

http://nunn.asia/index.php/leekani/deen/hadis/11589