د کندوز پخوانی والي او د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی؛ عبدالکريم خدام

ګډ حکومت د خپلو والیانو او منسوبینو تر ګواښ لاندې

نن ټکی اسیا سرمقاله:  د بلخ تر والي او کندهار امنیه قومندان وروسته د سمنګان ولایت والي عبدالکریم خدام هم د ګډ حکومت د پریکړې په مقابل کې خپل مخالفت اعلان کړ.

ښاغلی عبدالکریم خدام د ده په اړه د ارګ له لوري د اعلان شوي پریکړې په مقابل کې وايي چې د تقرر او انفکاک صلاحیت یې د اشرف غني په ځای د جمعیت په ګوند پوري تړاو لري.

دا په یوه ورځ کې دوه مورده مخالفت دی چې د ولسمشر په حیث د اشرف غني د حکم په مقابل کې تر سره کیږي.
ولسمشراشرف غني په یوه ځل هم د بریښنايي پیژند پاڼو (تذکرو) ویشلو  او  هم د (۵) ولایتونو لپاره د نویو والیانو د تقرر حکم صادر کړ.

د بریښنايي تذکرو ویش د ګډ حکومت مشر ډاکټر عبدالله تردید کړ او د والیانو د تقرر له حکم سره د سمنګان والي عبدالکریم خدام مخالفت اعلان کړ.

د بلخ والي استاد عطاء خو د اشرف غني له لوري د خپلې استعفاء د تردید ترڅنګ له هغه سره  ښکاره مقابله پیل کړې او په نیږدي راتلونکي کې یې د اشرف غني په خلاف د ۱۵ ولایتونو د احتجاجي لاریونونو اخطار ور کړی دی.

د والیانو او کندهار امنیه قومندان ترڅنګ د پارلمان او مشرانو جرګې غړي هم له رسنیو سره په مرکو کې عملا د اشرف غني د حکم خلاف  او  دهغه  د حکومت د راپرځولو ګواښونه کوي چې ژوندۍ بیلګه یې تیره ورځ د طلوع ټلویزون له فرا خبر پروګرام سره په ولسي جرګې کې د بدخشان ولایت د استازي امان الله پیمان ګواښ دی چې ویل یې که امریکایان مداخله ونه کړي زه په یوه اونۍ کې د وسلې په زور د اشرف غني حکومت را پرځوم.

تر دې وړاندې د کندهار ولایت استازیو عبدالرحیم ایوبي اولالي حمید زی هم اشرف غني ته  ورته اخطارونه ورکړي وو.

د حکومت د منسوبینو  له لوري په دغه ډول استخفاف او توهین آمیزه ډول د حکومت مشر ګواښل په حقیقت کې دا په ډاګه کوي چې یاد مشر له هغه ولسي مشروعیت څخه بي برخې دی کوم چې په قانوني او شرعي لحاظ نوموړی پرخپل ولس واجب الاحترام او حکم یې واجب التنفیذ ګرځوي.

د خپل حکومت د عدم مشروعیت اعتراف تر بل هرچا وړاندې خپله اشرف غنی کړی او ویلي دي چې له امریکايي ملاتړ پرته زما حکومت ۶ میاشتې هم د دوام چانس نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د