نړۍ

عمران خان درېيم واده هم وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د انصاف غورځنګ مشر عمران خان د دوو ودونو له ناکامۍ وروسته د بشری په نوم له يوې پنځوس کلنې ښځې سره واده وکړ، چې له پخواني خاوند څخه يې هم پنځه بچيان شته.

د عمران خان د ګوند مطبوعاتي څانګې رسنيو ته منلې، چې مشر يې درېيم واده کړی او نکاح يې هم د يکشنبې شپه په لاهور کې شوې ده.

د انصاف غورځنګ يوه مشر فواد چودهري ويلي، چې د ګوند ټول غړي خپل مشر عمران خان ته د نوي ژوند مبارکي او نېکې هيلې وړاندې کوي.

د انصاف غورځنګ له رسمي ټويټر ادرسه عمران خان او د هغه مېرمن بشری مانيکا ته د واده مبارکي ورکړل شوې او د دغه ټويټ په ځواب کې آغلې بشری ليکلي: «د الله تعالی په فضل وکرم موږ نوی ژوند پيلوو، ستاسې د دعاوو هيله ده.»

د انصاف غورځنګ «پي ټي ای» له لوري په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري، چې د مفتي سعيد په نوم د لاهور ښار يوه عالم د عمران خان نکاح تړلې ده.

په ټولنیزو شبکو، فیسبوک او ټويټر کې د عمران خان د درېيم واده خبر تر ټولو زيات چلېدونکی خبر دی او د ګوند غړو او پلويانو عمران خان ته د درېيم واده مبارکي ورکړې ده.

ځينې پاکستاني رسنيو څه موده وړاندې ويلي و، چې عمران خان درېيم  واده کړی، خو د پي ټي ای مبطوعاتي څانګې دغه خبر رد کړی و او ويلي و، چې عمران خان بشری مانيکا ته يوازې د واده پيغام لېږلی، خو تر اوسه يې ورسره واده نه دی کړی.

دوی له رسنيو هم غوښتي و، چې واده کول د عمران شخصي چاره ده او د عمران خان له هوکړې او تاييد پرته دې په دې اړه له څرګندونو ډډه وشي، تر څو، چې عمران خان او بشری په خپله د واده پخلی وکړي.

عمران خان تر دې وړاندې هم دوه ودونه کړي وو، چې دواړه ناکام شوي وو.

نوموړي لومړی واده د جمايما په نوم له يوې برتانوۍ سره کړی، چې د لس کاله شريک ژوند وروسته يې هغې ته طلاق ورکړ او دوهم واده يې په ۲۰۱۴ کال کې له يوې پاکستانۍ خبريالې ريحام خان سره کړی، چې له يو کال وروسته د کورنيو شخړو او د ځينو خپلمنځي تورونو له امله يې دغه واده هم ناکام شو او ريحام خان ته يې طلاق ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
spogmai saba

دی دوه ودونویی څه نتیجه وه چي دریم یی هم وکړ اوبیا داسی عمر ښځی سره خدای دی مبارک کړی دی خوارکي ته

اجمل

صبا خوری د انسانیت فطرت او اسلامی شریعت له مخی دوه دری ودونه څه چه شریعت کی د نارینه وو د پاره تر څلورو ودونو جواز دی چه ټولی ښځی یی ژوندی وی او که یوه مړه کیږی او بل او بل واده کوی هغه خو هم د نارینه او هم د ښځی د پاره نه یواځی جواز بلکه ثواب لری . ستاسی دوهمه خبره د هغه ۵۰ کلنی ښځی د عمر په اړه وه ، هم کومه ستونزه نشته یواځی ستونزه که د ماشومانو په اړه به وی داکتران وایی چه د شځی د بچیانو د بیدا کیدو امکان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x